Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د تخار د صنعت او سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د زغر غوړیو توليدي فابريکې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېرې شوې او زیاتوي چې دا مهال په دغه ولايت کې د زغر غوړیو څه باندې ۱۰۰ فابريکې فعالیت کوي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښاروالي او د دغه ولايت د صنعت او کانونو خونه په ګډه پر يوه پلان کار کوي چې له مخې يې، د ښار دننه ټولې فابریکې به صنعتي ښارګوټي ته لېږدول کېږي.
د چرمي صنعت یو شمېر تولیدوونکي د خپلو تولیداتو د پلور له کمېدو شکایت لري او وايي، په هېواد کې داسې ماشینونه نشته چې خام مواد (د څارویو پوستکي) پر پاخه موادو (چرم) بدل کړي؛ دوی له حکومت او پانګهوالو غواړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د پنبې پروسس یوې فابریکې کار پیل کړ او لسګونو کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.
په خوست کې د فابریکو مالکان وايي، د بانکي، اقتصادي ستونزو او کافي خامو موادو نشتوالي له امله يې توليدات له خنډ او ځنډ سره مخ دي او نږدې نيمايي کارخونې تړل شوې دي.
د ننګرهار په صنعتي پارک کې د یوه ملي سوداګر له خوا د نږدې يو نيم ميليون ډالرو په پانګهونې د اوسپنې ويلې کولو يوې فابريکې فعاليت پيل کړ.
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وايي چې د سیاسي بدلون او ناسم مدیریت له امله د غوري سمنټو فابریکې د ورځني توليداتو کچه له شپږ سوو څخه سلو ټنو ته راښکته شوې ده.
کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۰): سي فارم کمپنۍ په افغانستان کې د ۴۵۰ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د چرسو کارخونې جوړولو خبر ردوي او
جلال اباد (پژواک، ٢۳ غويی ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت سوداګر وايي چې لا هم په شيخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د برېښنا او امنيت نشتوالي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP