ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سي فارم په افغانستان کې د چرسو پروسس فابریکې جوړولو خبر رد کړ

سي فارم په افغانستان کې د چرسو پروسس فابریکې جوړولو خبر رد کړ

author avatar
25 Nov 2021 - 12:01
سي فارم په افغانستان کې د چرسو پروسس فابریکې جوړولو خبر رد کړ
author avatar
25 Nov 2021 - 12:01

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۰): سي فارم کمپنۍ په افغانستان کې د ۴۵۰ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د چرسو کارخونې جوړولو خبر ردوي ‎او وايي چې په دې اړه یې د افغانستان کورنیو چارو وزارت له مسوولینو سره خبرې نه دي کړې.

خو کورنیو چارو وزارت وايي چې د دوی خبرې له اسټرلیايي کمپنۍ سره نه بلکې له جرمني کمپنۍ سره شوې دي.

پژواک خبري اژانس تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي له قوله لیکلي وو چې د سي فارم «Cpharm» په نوم یوه اسټرالیايي کمپنۍ په افغانستان کې د ۴۵۰ ميلیون امریکایي ډالرو په لګښت د چرسو د پروسس کارخونه جوړوي او په دې کارخونه کې به له چرسو درمل او یو ډول کریم جوړېږي.

په راپور راغلي وو چې د ياد وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت چارواکو تېره ورځ د يادې کمپنۍ له استازو سره کتلي؛ له يادې کمپنۍ سره د تړون ټول پړاوونه هم بشپړ شوي او په لنډو ورځو کې به دا پروژه پيل شي.

خوستي د سي فارم کمپنۍ د معلوماتو له مخې ویلي چې دا مهال په افغانستان کې پر ۲۰زره جریبه ځمکه چرس کرل کېږي او دغه کمپنۍ پر دېرش زره جریبه کرل شوو چرسو ته اړتیا لري.

خو نن رويټرز خبري اژانس لیکلي چې سي فارم طبي مشورتي کمپنۍ د یاد خبر له خپرېدو وروسته شکمنه او په لانجه کې راګيره شوې ده.

د راپور له مخې، یادې کمپنۍ د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت له مسوولینو سره د چرسو کارخونې جوړولو او په دې برخه کې د ۴۵۰ میلیون ډالرو پانګونې په اړه نه دي لیدلي.

سرچینې لیکلي چې یاده کمپنۍ د تولیدانو لپاره یو مشورتي دفتر او د تولیداتو لپاره کوم پروګرام نه لري او نه هم ۴۵۰ میلیون ډالره پانګونه کولی شي.

دغه راز رويټرز د یادې کمپنۍ مسوولینو له قوله لیکلي، دوی هڅه کوي چې د یاد راپور خپرېدل نور منع کړي په داسې حال کې ده چې د بي بي سي، العربیه، لندن ټایمز او نورو رسنیو دغه راپور خپور کړی دی.

د يادو څرګندونو په اړه د کورنيو چارو وزارت دوياند سعيد خوستي رسنیو ته په استولې پیغام کې ویلي چې د دوی خبرې له اسټرلیايي کمپنۍ سره نه بلکې له جرمني کمپنۍ سره شوې دي.

دی وايي:”جرمني سي فارم کمپنۍ سره د چرسو اخیستو نه بلکې د بنګو د بوټي د اخیستو توافق شوی چې چرسو ته تر رسېدو مخکې پوټي کمپنۍ اخلي.”

Visits: 368

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.