ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار شيخ مصري ښارګوټي کې ډېری فابریکې له سقوط سره مخ دي

د ننګرهار شيخ مصري ښارګوټي کې ډېری فابریکې له سقوط سره مخ دي

author avatar
13 May 2021 - 14:38
د ننګرهار شيخ مصري ښارګوټي کې ډېری فابریکې له سقوط سره مخ دي
author avatar
13 May 2021 - 14:38

جلال اباد (پژواک، ٢۳ غويی ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت سوداګر وايي چې لا هم په شيخ مصري صنعتي ښارګوټي کې د برېښنا او امنيت نشتوالي او د ځمکو غصب د پانګونې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

سوداګر وايي، د برېښنا د نشتوالي له امله ډېری فابريکې له سقوط سره مخ شوي، ښارګوټي کې د پوستو نه موجوديت له امله سوداګر خپلو فابريکو ته نه شي تللی او دغه راز د ډېرو فابريکو ځمکې غصب شوې دي.

د شيخ مصري ښارګوټی د طالبانو د واکمنۍ پرمهال تاسيس شوی، اوسمهال په کې لسګونه فابريکې فعالې دي، چې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

خو د معلوماتو له مخې، که د امنيت، برېښنا او نورو برخو کې اسانتياوې ورته برابرې شي؛ نو د ۶۳۵ فابريکو د جوړېدو ظرفيت لري، چې په زرګونو کسانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.

د ننګرهار ولايت د صنايعو او کانونو خونې رييس تورملنګ شګيوال پژواک اژانس ته وويل، دغه ولايت کې د صنعت د پراختيا لپاره درې ښارګوټي تاسيس شوي چې تر اوسه يې يوازې د شيخ مصري په نوم ښارګوټی يو څه فعال دی او نور دواړه غير فعال دي.

دی زياتوي، که د شيخ مصري ښارګوټي د برېښنا، امنيت او ځمکو غصب ستونزې حل نه شي ؛ نو ښايي ډېر سوداګر خپلې پانګې وباسي.

هغه وايي، اوسمهال په لسګونه فابریکې دغه ښارګوټي کې فعالیت لري؛ خو په یاد صنعتي پارک کې پانګوال له امنیتي ننګونو سره مخ دي چې څو ځله غلو او اختطافګرو د زیات شمېر پانکوالو پیسې او خپله پانګوال تښتولي او ځينې يې وژل شوي دي.

د انجنیر قاسم په نوم يو سوداګر چې څه موده وړاندې يې په همدغه ښارګوټي کې د وسله والو له لوري زوی وژل شوی و او ساتونکی يې ټپي شوی و، وايي چې د سوداګرو پر وړاندې بايد د دا ډول ستونزو مخه ونيول شي.

هغه وايي، د شيخ مصري په څېر يو لوی ښارګوټي کې د امنيتي ځواکونو يوازې يوه پوسته موجود ده چې هغوی د ټول ښارګوټي امنيت نه شي ساتلی.

په همدې حال کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، د ننګرهار ولايتي اداره له سوداګرو، فابريکه لرونکو او پانګوالو سره تل اړيکې لري، هر وخت يې د هغوی ستونزې اورېدلي او ډاډ يې ورکړی چې د دغو ستونزو د حل لپاره به ورته زمينې برابرې کړي.

دی وايي، برېښنا رياست او امنيتي ادارو ته سپارښتنه شوې چې د امنيت د ټينګښت او د برېښنا ستونزې د حل لپاره کار وکړي.

هغه زياتوي، د سره رود ولسوالۍ مسوولينو ته هم دنده ورکړل وې چې د صنعتي پارک غصب شوې ځمکې له غاصبينو څخه خلاصې کړي او پانګوالو ته د فابريکو جوړولو په موخه زمينه برابره کړي.

د یادونې ده، چې په شيخ مصري صنعتي پارک کې شاوخوا پنځه سوه پنځوس فابريکو ته ځمکه وېشل شوې، خو په ډېر کم شمېر کې فابريکې فعالې دي.

Visits: 36

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.