Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالي کې يې پاکستان ته د لسګونو څارويو د قاچاق مخه نيولې او ورسره په تړاو پنځه کسان هم نيول شوي دي.
غور کې امنیتي سرچینې د نشهیي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تړاو د څلورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي او وايي چې له دغو کسانو څخه څه باندې ۱۸۰ کیلوګرامه نشهیي توکي ترلاسه شوي دي.
د کونړ د کرنې ریاست مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوهګل دره کې د نږدې ۵۰۰ چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د ننګرهار ولايت په دوربابا ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د ۶۶ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې اووه کسان هم نیول شوي دي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یې د ۶۸ کیلوګرامه چرسو او هېرويينو د قاچاق په تور دوه کسان نیولي دي.
د کونړ امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې د ۲۰۰ چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د کابل امنیه قومانداني وایي، په کابل ښار کې یې څلور کسان د موټرسایکلونو د غلا او دوه نور د ۱۲۵ کیلوګرام چرسو د قاچاق په تور نیولي دي.
د کابل امنيه قومانداني وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د بېلابېلو نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۴۶ کسان نیولي دي.
د ماليې وزارت وايي، تېر کال يې هېواد ته له بهره، په تېره بیا له پاکستانه د څه باندې ۱۷۸ زره ټنه بېکيفيته او ممنوعه توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
د هند په ممبی ښار کې د افغانستان ډیپلماټې او سرکنسولې ذکیې وردګ په داسې حال کې له خپلې دندې استعفا ورکړې چې هندي رسنیو خبر ورکړی، نوموړې د ۲۵ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق پرمهال د ممبی په هوايي ډګر کې توقیف شوې ده.
د بدخشان امنیه قومانداني وایي، یو کس چې د افغانستان – تاجکستان ګډ بازار کې د نشهیي توکو پر قاچاق تورن و، د تاجکستان له پولیسو د ځانژغورنې په موخه ځان امو سیند ته غورځولی او مړ شوی دی.
هرات کې امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت اسلامکلا بندر له لارې له هېواده د څه باندې دوه سوه زره امريکايي ډالرو قاچاق په تور دوه کسان نيول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP