لغمان کې د نږدې لس میلیون افغانیو په ارزښت دوې پروژې پيل شوې
د لغمان چارواکي وایی، د دغه ولایت په الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې د نږدې لس میلیون افغانیو په ارزښت د دوو پروژو کارونه پيل شول.
د لغمان چارواکي وایی، د دغه ولایت په الیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې د نږدې لس میلیون افغانیو په ارزښت د دوو پروژو کارونه پيل شول.
د لغمان په مرکز مهترلام کې یوه سراچه او ټېلر موټر ټکر شوي چې له امله یې درې کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د لغمان مسوولین وايي، نن د دغه ولایت د الينګار ولسوالۍ اړوند په ساو، سنګر او کلمان درو کې د ۳۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې.
د لغمان د پوهنې ریاست وايي، نن په الیشنګ ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي مرسته د میا عبدالکریم د نجونو او هلکانو لېسو کې د اووه میلیون ۹۰ زره افغانیو په ارزښت بنسټيزې پروژې پيل شوې.
د لغمان د عامې روغتيا ریاست وايي، نن د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې لس ټنه تاریختېر خوراکي توکي وسوځول شول.
د لغمان چارواکي وایي، د ۱۵ میلیون او ۶۰۰ زره افغانيو په لګښت يې د هغو دولتي ودانیو د بېرته رغولو چارې پیل کړې چې په تېرو جګړو کې تخريب شوې دي.
امنیتي سرچينې د لغمان ولایت په الینګار ولسوالي کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د دوو امنیتي کسانو وژل کېدو او څلورو نورو ټپي کېدو خبر ورکوي.
د لغمان مسوولین وایی، نن مازیګر ناوخته د مهترلام ښار رحماني چوک کې د یوې ریکشې د ګاز ډبه چاودلې چې د دوو ترافيک پولیسو په ګډون درې تنه په کې ټپیان شوي دي.
د لغمان د مرکز مهترلام اړوند د کرنج غرنۍ سیمې خلک وايي، د دوی سیمې ته لا هم د موټر لار نه ده جوړه او خلک تر عمومي سړکه ساعتونه پلی مزل کوي او له ستونزو سره مخ دي.
د لغمان امنیه قومانداني وايي، په تېره یوه میاشت کې يې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۶۷ کسان نیولي دي.
د لغمان د عامې روغتيا ریاست وايي، نن د یوه خصوصي طبي انسټیټیوټ له قابلګۍ او نرسنګ څانګو د ۲۲۰ ښځو په ګډون ۵۷۰ کسان فارغ شول.
د لغمان د ترافيکو مدیریت وايي، نن د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
د لغمان د کډوالو چارو ریاست وايي، نن د دغه ولایت پر مرکز مهترلام سربېره په پنځو ولسوالیو کې د ۱۸ پروژو کارونه پيل شول او ۱۳۲۵ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوه.
د لغمان امنيهقوماندانۍ په دغه ولایت کې له ۱۸۹ کیلوګرام چرسو سره د یوه قاچاقبر د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د لغمان د حج او اوقافو ریاست وايي، نن د دغه ولایت په مرکز کې د ۳ اعشاریه ۵ میلیون افغانیو په لګښت یو جامع جومات جوړ او د لمونځ کوونکو پرمخ پرانېستل شو.
د لغمان چارواکي وايي، نن د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او د دوو نورو پروژو کار پيل شو.
د لغمان والي قاري زینالعابدین عابد وايي، په دغه ولایت کې د تېرې شپې سېلابونو له امله د خلکو لسګونه کورونه او سلګونه جریب کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.
د لغمان سیمهيیز مسوولین وایي، د دغه ولایت بادپښ ولسوالۍ ته غځېدلی عمومي سړک د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتو له امله په مختلفو ساحو کې تخریب شوی دی.
د لغمان امنيې قوماندانۍ منسوبین وایي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې يې دوه کسان له ۲۰۰ کیلوګرام چرسو سره نیولي دي.
د لغمان سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په دولتشاه ولسوالۍ کې دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان حکومتي مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې د وروستيو سېلابونو له امله د دوو ښځو په ګډون درې کسان مړه شوي او سلګونه جريب کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
د لغمان د دولتشاه ولسوال وايي، د دې ولسوالۍ ۹۰۰ بېوزلو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول.
د لغمان د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت د دولتشاه ولسوالۍ له ۴۱ ښوونځیو ۳۲ یې ودانۍ نه لري.
د لغمان د کرنې ریاست وايي، پرون يې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې پر ۴۰۰ اړو کورنیو ۱۲زره چرګان، ۱۲۰ ټنه دانه او ځیني اړوند وسایل وېشلي دي.