Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د لغمان کرنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د یوه کرنیز کمپلېکس جوړولو چارې پیل شوې.
سیمهییز مسوولین وایي، په لغمان ولایت کې د ملګرو ملتونو د خوړلو نړۍوال پروګرام له لوري له څه باندې زرو اړمنو کورنیو سره د خوارکي توکو مرسته وشوه.
د لغمان کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د سرو املوکو په حاصلاتو کې شل سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د لغمان په مرکز مهترلام او قرغیو ولسواليو کې د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د څو شبکو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
کې لغمان حکومتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ږلۍ او تېز اورښت له امله د ۲۳۰۰ جریبه ځمکې کرنیز فصلونه له منځه تللي او ۳۰ څاروي مړه شوي دي.
د لغمان سیمهییزمسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او پنځهګونو ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسولو دوه سولري شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د اوبو رسولو لسو نورو شبکو چارې پیل شوې.
د لغمان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دولتشاه ولسوالۍ کې دوه وسلهوال مخالفین وژل شوي دي.
مهترلام (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲) : د لغمان د حج او اوقافو ریاست مسوولین وایی چې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند «نلیار» سیمه
د لغمان امنیه قومندانۍ مسوولین وایي، د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د لغمان د چاپېریال ساتنې ریاست وایي چې د دوی او امنیتي ادارو په هڅو په دغه ولایت کې ۵۲ بېلابېل ډول مرغان بېرته طبیعت ته پرېښودل شول.
. . .
د لغمان ولایت په مربوطاتو کې د کانالونو د پاکولو او سړکونو د هوارولو چارې پیل شوې چې په ترڅ کې یې ۱۲۵۰ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن