Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
هرات (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): په هرات کې هغه نهه کلن ماشوم چې په اتو ژوندیو ژبو خبرې کوي وايي، دغه ژبې یې په تېرو
د هرات ولایت مقام وایي، د دغه ولایت والي له هغه نهه کلن ماشوم سره چې د نړۍ اته ژبې یې زده دي ولیدل او د هغه د استعداد او وړتیاوو ستاینه یې وکړه.
د هلمند امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د پنجشېر امنیه قومانداني وايي، پرون د دغه ولایت د سیند اوبو کې یو ماشوم ډوب شوی و او مړی یې نن سهار وموندل شو.
د ټکنالوجۍ په اوسني عصر کې موبایل د ورځني ژوند پر یوه نه بېلېدونکې برخه بدل شوی، ډاکټران وايي چې د میندوارۍ پر مهال د موبایل له حده ډېر کارول کولای شي د مور او د هغې د ماشوم د روغتیا لپاره خطر رامنځته کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او د پېښې په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
د خوست امنیه قومانداني وايي، هغه کس یې نیولی چې نږدې اووه میاشتې مخکې یې د دغه ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د یوې مدرسې اته کلن زدهکوونکی د ډبرو په ګوزارونو وژلی و.
یو شمېر ډاکټران وايي، د هېواد په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم د نوي زیږېدلي ماشوم د ساتنې او پالنې برخه کې ناسم باورونه او رواجونه شته چې یو هم په دودیز یا غیرطبي ډول د نوي زېږېدلي ماشوم د نوم درملنه ده چې ډاکټران یې خطرناکه بولي.
هلمند کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په باباجي ولسوالۍ کې یوې۵۰ متره ژورې څاه ته لوېدلی دوه کلن ماشوم ژغورل شوی دی.
غور کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې پر یوه کور د تندر لوېدو پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو ننګرهار کې یو اته کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP