ژبه

خوست کې د یوه اته کلن ماشوم د قتل په تور یو کس نیول شوی

<p style="text-align: justify;">خوست‌ښار (پژواک، ۲۲ غويی ۱۴۰۴): د خوست امنیه قومانداني وايي، هغه کس ‌یې نیولی چې نږدې اووه میاشتې مخکې یې د دغه ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د یوې مدرسې اته کلن زده‌کوونکی د ډبرو په ګوزارونو وژلی و.</p>

<p style="text-align: justify;">د خوست د امنيې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د تڼيو ولسوالۍ د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیریت پولیسو هغه کس نيولی چې اووه مياشتې مخکې يې د يادې ولسوالۍ په اتمان کلي کې د مدرسې يو زده‌کوونکی د ډبرو په ګوزارونو وژلی و.</p>

<p style="text-align: justify;">خبرپاڼه کې ویل شوي چې د قتل په تور د نیول شوي کس دوسیه به د نورو اجرااتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي، څو له خپل ترسره کړې کړنې سزا وویني.</p>

<p style="text-align: justify;">د سرچينې په وينا، نیول شوی کس شاوخوا اووه مياشتې مخکې د تڼيو ولسوالۍ په اتمان کلي کې د فتح‌الله په نوم د مدرسې يو اته کلن زده‌کوونکی د ډبرو په ګوزارونو وژلی و چې بالاخره له جدي څار او دقيقو پلټنو وروسته د یو لړ بریالیو عملیاتو په پایله کې ونيول شو.</p>

ورته موضوع