Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډاکټران: په دودیز ډول د نوي زېږېدلي ماشوم د نوم درملنه خطرناکه تمامېدای شي

کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): یو شمېر ډاکټران وايي، د هېواد په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم د نوي زیږېدلي ماشوم د ساتنې او پالنې برخه کې ناسم باورونه او رواجونه شته چې یو هم په دودیز یا غیرطبي ډول د نوي زېږېدلي ماشوم د نوم درملنه ده چې ډاکټران یې خطرناکه بولي.

د کورنیو تجربې؛ کله چې زړه‌سوی په سردرد تمامېږي

د بغلان یوې اوسېدونکې ناجیې چې وراره یې د کابل په اندراګاندي روغتون کې بستر دی، پژواک خبري اژانس ته وویل: «زما د ماشوم وراره نوم وتلی پاتې و، اوسپنیز پنځه‌ګون یې پر نوم ورکېښود، بیا یې پر نوم رانجه ورواچول  ... په ډېرې سختۍ ولوېد، میکروبي شوی و، مجبور شوو ډاکټر ته یې راولو.»

هغې زیاته کړه، په کلي کې ډېرې کورنۍ دي چې د نوو زېږېدلو ماشومانو د نوم درملنې لپاره له همدغو لارو چارو ګټه اخلي.

دغه راز، د ماشومانو اندراګاندي روغتون د پاکي او صفايي برخې یوه کارکوونکي خورشید وویل: «خواښې به مې زموږ د اولادونو پر نوم رانجه، نیل او نسوار اچول، له دې امله به نه ښه کېدل، ميکروبي کېدل به، څو چې مجبور به شوو ډاکټر ته یې بوځو.»

په همدې حال کې، د کابل د خیرخانې سیمې اوسېدونکی حنیف صدیقي وايي، د ده په خپلوانو کې داسې کورنۍ شته چې د نوي زېږېدلي ماشوم د نوم درملنې لپاره له یادو لارو چارو ګټه اخلي چې په ځينو مواردو کې د ماشوم د روغتیايي وضعیت خرابېدو شاهد هم دی.

د روغتیا برخې متخصصین خبرداری ورکوي چې که څه هم کورنۍ دغه کارونه د نېک نیت له مخې کوي، خو کېدای شي پایله یې د ماشوم لپاره خطرناکه وي. په دغه راپور کې مو په دودیز ډول د نوي زیږېدلي ماشوم د نوم درملنې د پایلو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

د ماشوم نوم څه شی او مراقبت یې ولې مهم دی؟

کابل ښار کې د نسايي ولادي برخې متخصصې فرزانې پژواک ته وویل چې د نوي زېږېدلي ماشوم د نوم بند لوېدل یوه فزیولوژیکي پروسه ده؛ یعنې نوم د ماشوم له زېږېدو وروسته له ۷ تر ۱۰ ورځو لوېږي چې د طب له اړخه ډېره مهمه ده چې د نوم بند باید ولوېږي.

ډاکټرې درانۍ زیاته کړه، کورنۍ باید پاملرنه وکړي او خپلو نوو زېږېدلو ماشومانو نومونه دې هر وخت وچ ساتي څو د میکروب او پړسوب مخنیوی یې وشي.

نوموړې وویل: «د نوو زېږېدلو ماشومانو د نوم خپلسرې درملنه ناسمه ده او د جدي ستونزو رامنځته کېدو لامل کېږي؛ د بېلګې په توګه، موږ ته داسې ناروغان مراجعه کوي چې د نوي زېږېدلي ماشوم په نوم کې یې زېړ غوړي، خوشايي، سرخي، خمیره، الکول او د غاښونو کریم اچولي وي چې له امله یې نوم میکروبي شوی وي.»

هغه له کورنیو غواړي چې له خپلسرې درملنې ډډه وکړي، اړوند متخصص ته مراجعه وکړي څو ماشومان یې له ستونزو سره مخ نه شي.

د هغه په خبره، په کور او غیرصحي ځای کې زېږون هم د نوي زېږېدلي ماشوم د نوم میکروبي کېدو لامل کېږي.

ورته مهال، په کابل کې د انداراګاندي روغتون عمومي جراح ډاکټر رامش قدیر وايي، نوم د میندوارۍ پر مهال د جنین او مور ترمنځ یو حیاتي پل دی. دغه بند وروسته له زېږونه په فیزیولوژيکي بڼه وچيږي او لوېږي؛ په عام ډول له یوې تر دوو اوونیو په اوږدو کې.

هغه زیاتوي، که نوم له یادې مودې ډېر وخت ونه لوېږي نو دا د اندېښنې ځای دی؛ ځکه د میکروبي کېدو امکان یې شته چې طبي درملنې ته اړتیا لري.

هغه ټینګار کوي چې نوم باید په تعقیم شوو وسایلو او د مسلکي کسانو په شتون کې پرې شي؛ ځکه په دې وخت کې هر ډول ککړتیا د نوم د میکروبي کېدو لامل کېدای شي.

د نوموړي په خبره، لا هم د هېواد په یو شمېر ځایونو کې ځینې کورنۍ د نوم درملنې لپاره د رنجو او غیرطبي څیزونو اچولو له لارو ګټه پورته کوي چې له امله یې د ماشوم نوم میکروبي کېږي.

د نوموړي په خبره، خپلسرې درملنه زیاتره په هغو ټولنو کې کېږي چې پوهاوی نه لري، د مرکز په پرتله د ولایتونو د پېښو فیصدي ډېره ده او ډېری وخت له رنجو، بېلابېلو رنګونو، خاورې او فلزي سکې ګټه اخلي.

هغې وویل: «موږ په روغتون کې ډېرې داسې پېښې لرو چې د خپلسرو درملنو له امله نوم میکروبي شوی وي، بیا چرک پیدا کوي چې ښايي وینې ته داخل شي او د وجود نور غړي هم میکروبي کړي.»

ډاکټر قدیر کورنیو ته سپارښتنه وکړه ویې ویل، هغه میندې چې میندواره دي، باید لږ تر لږه څلور یا پنځه ځلې ډاکټر ته مراجعه وکړي، زېږون دې په روغتیايي مرکزونو کې ترسره کړي، څو د نوي زېږېدونکو ماشومانو نومونه په سمه توګه پرې شي.

هغه وویل چې که د نوم التهاب کم او متوسط وي، د کنټرول وړ دی، خو که التهاب ډېر او شدید وي د خطر رامنځته کېدو لامل ګرځي.

ورته مهال، د اتاترک ملي روغتون کې د ماشومانو ناروغیو ټرېنر متخصص رنځوروال ډاکټر رفیع‌الدین ناصري وايي، په نوم کې د رنجو، سندور، سور رنګ او نورو غیرطبي توکو اچول یو غیرعلمي عمل دی چې په نوې زېږدلو ماشومانو کې د ستونزو او د وینې د انتاناتو لامل ګرځي.

هغه وايي، په اونۍ کې درې یا څلور داسې نوي زېږدلي ماشومان یاد روغتون ته مراجعه کوي چې د نوم پر التهاب اخته وي.

نوموړی له کورنیو غواړي چې زېږونونه باید د مسلکي ډاکټرانو تر مراقبت لاندې ترسره شي، د ماشوم نوم د یوه تعقیم شوي تیغ په وسیله پرې شي، جدي مراقبت یې وشي، د ماشوم نوم وچ وساتي او د ماشوم په نوم کې د التهاب د لیدو په صورت کې تر ټولو نږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.

ورته مهال، د ماشومانو داخله متخصص سلطان‌محمد سدید وویل، ځینې کورنۍ، په ځانګړې توګه هغه کسان چې له ښارونو لرې ژوند کوي، د ماشوم په نوم رانجه، د ډبرو سکاره، سرخي، ان څارویو مدفوع پرې اچوي چې ډېر خطر لري او د ماشومانو ژوند ته ګواښ جوړوي.

هغه چې په یوه خصوصي روغتون کې کار کوي وویل: «موږ هره اونۍ له داسې مسایلو سره مخ کېږو، په منځني ډول هره میاشت د شاوخوا لسو داسې پېښو شاهدان یو.»

د هغه په وینا، خپلسرې درملنې د خطر رامنځته کېدو لامل کېدای شي.

نوموړي د دې ترڅنګ چې د حفظ الصحې رعایتول، په نوم کې د هر ډول غیرطبي موادو له کارولو ډډه د نوم د التهابي کېدو په مخنیوي کې اغېز لري، وویل: «د نوم په ساحه کې د سوروالي، چرک، پړسوب او یا وینې بهېدنې د ليدو په صورت کې باید ژر تر ژره ناروغ روغتیايي مرکز ته ولېږدول شي.»

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.