Language

د هرات والي د هغه ماشوم د ملاتړ ژمنه وکړه چې پر اتو ژبو خبرې کولای شي

هرات (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۴): د هرات ولایت مقام وایي، د دغه ولایت والي له هغه نهه کلن ماشوم سره چې د نړۍ اته ژبې یې زده دي ولیدل او د هغه د استعداد او وړتیاوو ستاینه یې وکړه.

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هرات نهه کلن اوسېدونکي محمد امیري چې د فوق‌العاده استعداد درلودونکی دی، د هرات له والي شیخ مولوي مولانا اسلام‌جار سره ولیدل.

په خبرپاڼه کې راغلي، د هرات والي د دغه ماشوم د وړتیاوو ستاینه وکړه او هغه یې د افغانستان د راتلونکې ارزښتمنه سرمایه وبلله. هغه دغه‌راز ژمنه وکړه چې د علمي سفر د دوام برخه کې به د دغه ماوشم هراړخیز ملاتړ وکړي.

سرچینه زیاتوي: «محمد امیري په داسې حال کې چې ښوونځي ته نه دی تللی خو بیا هم دغه فوق‌العاده استعداد لري، پخپله هڅه یې د نړۍ اته ژوندۍ ژبې دري، پښتو، انګلیسي، عربي، فرانسوي، الماني، ترکي او اردو زده کړې دي.»

د هرات ولایت مقام خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ژبو ترڅنګ دغه ماشوم په ریاضي کې هم بې‌ساری استعداد لري او په جمع، تفریق او ضرب کې یې له تصوره پورته وړتیاوې ښودلې دي.

Related Topics