د نورستان د پوهنې رييس وايي، په را روان ښوونیز کال کې به لس زره له زدهکړو محرومو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شي.
هرات ښار (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): د هرات د حوزوي روغتون مسوولین وايي، سږ ژمی د ډېرې یخنۍ له امله د نورو موسمي ناروغیو ترڅنګ
په غور کې پر سینه بغل د اخته ماشومانو ځینې کورنۍ په ولایتي روغتون کې د بسترونو له کمښته شکایت کوي؛ خو د دغه روغتون مسوولین د ستونزې د تاید ترڅنګ په ماشومانو کې د سینه بغل ناروغۍ د ډېرېدو خبره کوي.
پل علم (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): په لوګر کې د ماشومانو زدهکړې ۹۰۰ سیمهییز ټولګي- چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې په موسسو کې
د کابل ښار د ۱۹مې ناحيې په پلچرخي سيمه کې يوه ځوان نږدې ۴۰۰ نجونو او هلکانو ته د وړيا زدهکړو زمينه برابره کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت وایي چې په کابل کې یوې مور څلور ماشومان زېږولي او د ټولو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): په کابل کې يوه خيريه بنسټ پر ۹۰۰ یتیم او بېوزلو ماشومانو ژمنۍ جامې ووېشلې. د یادو مرستو د وېش
یو شمېر رضاکارو ځوانانو د جوزجان ولایت اقچې ولسوالۍ په قشقهاباد کلي کې د ماشومانو لپاره د وړیا زدهکړو مرکز جوړ کړی چې د ۲۰۰ زدهکوونکو ظرفیت لري.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، د ماشومانو د ټوخي په ځینو شربتونو کې زهري توکي کارول شوي او په ۲۰۲۲ کال کې ډېرو هېوادونو کې د ټوخي څو ډوله شربتونو لږ تر لږه د ۳۰۰ ماشومانو ژوند اخیستی دی.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې یوه کورنۍ- چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې دوه ماشومان تښتول شوي او سرونه ترې پرې شوي- له چارواکو د عدالت غوښتنه کوی.
د بدخشان سیمهییز مسوولین د دغه ولایت په مرکز فیضاباد او شهر بزرګ ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله د ۶ ماشومانو د مړینې خبر ورکوي او وايي، تر اوسه له ۱۰۰ ډېر څاروي هم تلف شوي دي.
په روان کال کې په ماشومانو کې د سینه بغل ناروغۍ ۷۰ سلنه زیاتوالي او د ناروغلرونکو مراجعه، د سمنګان ولایتي روغتون د بسترونو له کمښت او پایوازانو لپاره د مناسب ځای له نشتوالي سره مخ کړی دی.