ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې له ۹۰۰ ماشومانو سره د ژمنۍ جامو مرسته وشوه

کابل کې له ۹۰۰ ماشومانو سره د ژمنۍ جامو مرسته وشوه

author avatar
1 Feb 2023 - 14:54
کابل کې له ۹۰۰ ماشومانو سره د ژمنۍ جامو مرسته وشوه
author avatar
1 Feb 2023 - 14:54

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): په کابل کې يوه خيريه بنسټ پر ۹۰۰ یتیم او بې‌وزلو ماشومانو ژمنۍ جامې ووېشلې.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د روښانه راتلونکی «HBT» خیریه بنسټ غړي حامد ملکزاده وویل چې په دې مرسته کې بوټان او جمپر شامل دي.

هغه زیاته کړه: «نن موږ ۹۰۰ یتیمو او بې‌وزلو ماشومانو ته د شاوخوا پنځه زره ډالرو په ارزښت مرسته ووېشله.»

نوموړي زیاته کړه، دغه کسان یې د کابل په ټولو ناحیو کې د سروې له لارې په نښه کړي دي.

د ملکزاده په خبره، یاد خیریه بنسټ په کوم ځانګړي نهاد او يا هم حکومت پورې تړاو نه لري او له دوی سره په داخل او بهر کې یو شمېر افغانان مالي مرسته کوي.

د مرسته اخيستونکو له ډلې مجتبی پژواک ته وویل، خوښ دی چې مرسته ورسره وشوه خو وایي چې دوی ډېر بې‌وزله دي او نورو مرستو ته هم اړتیا لري.

د نوموړي په خبره: «پلار مې مړ دی، په کور کې پنځه کسان یو، د کار څوک نه لرو، نن یې راسره یو جوړه بوټان او یو جمپر مرسته وکړه.»

هغه له نورو خیریه بنسټونو غوښتنه وکړه چې له دوی سره د خوراکي توکو په برخه کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم په کابل کې د یوې خیریه موسسې له لوري پر ۷۰۰ روږدو کسانو ژمنۍ جامې وېشل شوې وې.

Visits: 88

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.