ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې يوه ځوان سلګونو ماشومانو ته د وړيا زده‌کړو زمينه برابره کړې ده

کابل کې يوه ځوان سلګونو ماشومانو ته د وړيا زده‌کړو زمينه برابره کړې ده

author avatar
12 Feb 2023 - 15:46
کابل کې يوه ځوان سلګونو ماشومانو ته د وړيا زده‌کړو زمينه برابره کړې ده
author avatar
12 Feb 2023 - 15:46

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د کابل ښار د ۱۹مې ناحيې په پلچرخي سيمه کې يوه ځوان نږدې ۴۰۰ نجونو او هلکانو ته د وړيا زده‌کړو زمينه برابره کړې ده.

د پلچرخي ځوانانو د اتفاق ټولنې مشر او د دغه ښوونیز مرکز مسوول ويس محمد ارين پژواک اژانس ته وویل چې دغه پروګرام يې د ژمي له رخصتيو څخه په استفادې پيل کړى دى.

نوموړی وايي، په دغه کورس کې چې د ژمي په سر کې يې پيل کړی، ١٢٣ نجونې او ٢٦٨ هلکان په وړيا ډول زده‌کړې کوي.

هغه وايي: «د شاګردانو تعداد مو ۳۹۱ کسان دي، تر دې دمه دوه ټايمونه لرو چې سهار او مازيګر دي.»

د هغه په وينا، خپل اقتصادي وضعيت یې هم ډېر ښه نه دى خو بيا هم زده‌کوونکو ته چپټرونه، کتابچې او قلمونه ورکوي.

ارین وايي، په دغه پروګرام کې ورسره اته نور ښوونکي هم دي چې په وړيا ډول او له کوم امتياز پرته زده‌کوونکو ته تدريس کوي.

نوموړي وويل، په دې زده‌کړو کې ليک لوست او يو شمېر نور مضامين د استادانو له لوري تدريس کيږي.

هغه زياتوي، په دغه کورس کې شامل یو شمېر ماشومانو تر اتم ټولګي زده‌کړې کړې  دي خو ځیني یې لا ښوونځي ته هم نه دي تللي.

ارین زياته کړه، دوی ماشومانو ته زده‌کړې د کلي په مسجد او کرايه شوو دوکانونو کې ورکوي.

د هغه په خبره، د ژمنيو وړیا زده‌‎کړو موخه يې د ټولنې خدمت دی څو ماشومان په  ښه توګه وروزل شي او له بېکاره ګرځېدو منع شي.

نوموړي له حکومت او بهرمېشتو افغانانو د مرستي غوښتنه وکړه، څو ډېرو ماشومانو ته د زده‌کړو زمينه برابره کړي.

دغه‌راز د یاد کورس يو ښوونکی حکمت‌الله وايي چې ټولنې ته د خدمت په موخه په دغه کورس کې ماشومانو ته وړيا زده‌کړې ورکوي.

بل لورته زده‌کوونکي هم خوښ دي چې په دغه کورس کې ورته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د عبدالرشيد په نوم یوه زده‌کوونکي پژواک ته وويل، خوښ دی چې ورته د ليک او لوست  لپاره زمينه برابره شوې ده.

همداراز يوې زده‌کوونکې تبسم پژواک ته وويل، نږدې يوه مياشت يې کېږي چې دغه کورس ته د زده‌کړو لپاره ورغلې او ليک لوست زده کوي.

هغه وايي، خوښه ده چې په نږدې سيمه کې ورته د زده‌کړو وړيا زمينه برابره شوې ده.

همدارنګه د سيمې يوه اوسېدونکي حفيظ‌الله پژواک ته وويل، دلته د ماشومانو د زده‌کړې لپاره یوه کورس پرانیستلو ته سخته اړتیا وه.

دی وايي، حکومت دې د داسې ځوانانو ملاتړ وکړي څو ولس ته د ډېر خدمت جوګه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په يو شمېر نورو سيمو کې هم د ځينو کسانو له لوري ورته وړيا کورسونه جوړ شوي دي.

Visits: 76

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.