ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات په حوزوي روغتون کې پر سینه ‌بغل د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی

د هرات په حوزوي روغتون کې پر سینه ‌بغل د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی

author avatar
1 Mar 2023 - 16:27
د هرات په حوزوي روغتون کې پر سینه ‌بغل د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی
author avatar
1 Mar 2023 - 16:27

هرات ښار (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): د هرات د حوزوي روغتون مسوولین وايي، سږ ژمی د ډېرې یخنۍ له امله د نورو موسمي ناروغیو ترڅنګ په دغه روغتون کې پر سینه‌ بغل ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر هم ډېر شوی دی.

د هرات په حوزوي روغتون کې د ماشومانو څانګې امر ډاکتر میرویس عابدي وویل، هره ورځ پر سینه‌بغل اخته شاوخوا ۱۰۰ بستري او ۳۰۰ سراپا ماشومان دغه روغتون ته مراجعه کوي.

هغه زیاتوي چې په حووزي روغتون کې د روغتیايي برخې هڅې دا دي څو ناروغانو ته ټول خدمات پر وخت او وړیا توګه وړاندې شي.

هغه د سینه ‌بغل ناروغۍ له امله د ماشومانو د مړینې شمېر په اړه جزئیات ورنه کړل؛ خو زیاته یې کړه چې څو کسان روغتون ته د پر وخت نه رسېدو له امله مړه شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې د هرات په ولسوالیو کې روغتیايي خدمتونه په سم ډول نه وړاندې کېږي او د ښار له شاوخوا سیمو د مراجعه‌کوونکو شمېر هم ډېر دی.

په ورته مهال، یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې په دغه روغتون کې بستر دي، په روغتون کې له خدماتو خوښ دي.

مدینه هغه مور ده چې د هرات له شینډنډ ولسوالۍ یې د هرات حوزوي روغتون ته مراجعه کړې ده.

هغه وايي، ډاکټرانو یې ماشوم د ولسوالۍ په روغتون او کلينيکونو کې د درملنې امکاناتو نشتوالي له امله رخصت کړى او مجبوره شوه چې د خپل ماشوم درملنې لپاره د دغه ولايت حوزوي روغتون ته مراجعه وکړي.

د هغې په وینا، که پر وخت یې حوزوي روغتون ته مراجعه نه وای کړې نو ماشوم به یې له منځه تللی و.

د هغې خونې په کونج کې چې مدینه له خپل زوی سره بستر ده، هغه ناروغان هم تر سترګو کېږي چې ډېری یې روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله له لرو سیمو د هرات حوزوي روغتون ته راغلي دي.

په همدې حال کې، د یاد ولايت د ماشومانو ولایتي روغتون امر له کورنيو غواړي چې په ماشومانو کې د سینه بغل ناروغۍ د خپرېدو مخنيوي لپاره ماشوم ته د مور شیدې ورکړي او روغتيايي لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د ماشومانو ناروغيو متخصص ډاکټر مهتاب امين هم پژواک ته وويل، ګرمې جامې، ګرم مايعات، په معیاري بڼه د کورونو تودول او د ماشومانو مناسبه تغذيه هغه څه دي چې د سینه بغل ناروغۍ مخنیوی کوي.

سینه بغل معمولاٌ د ویروسونو یا نورو میکروبونو د عفونت له امله رامنځته کېږي چې تبه، سخته لرزه، د سینې په برخه کې درد، ټوخی او تنفسي ستونزې یې نښې دي.

سینه بغل معمولاً له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په نښه کوي او دا ناروغي د هېواد په سړو سیمو کې د ژمي په موسم کې ډېره خپرېږي.

د ډاکټرانو د معلوماتو له مخې، سینه بغل یوه له هغو ناروغیو ده چې له امله یې ماشومان ژوند له لاسه ورکوي.

Views: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.