اېمټياېن پېرودونکو ته هغه پیسې، کریډېټ او انټرنېټ بېرته ورکوي چې د تخنیکي ستونزې له امله ترې ګرځېدلې وې
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د اېمټياېن مخابراتي شبکه خپلو پېرودونکو ته هغه پیسې، کریډېټ او انټرنېټي کڅوړې بېرته ورګرځوي چې د شبکې پرې کېدو له امله یې له لاسه ورکړي دي.


