ننګرهار کې د مروارید کانال پراخولو پروژې چارې ۵۰ سلنه مخې ته تللې دي
د جاپان د سولې او روغتيا موسسې (PMS) مسوولین وايي، په ننګرهار کې د مروارید کانال د پراختیا پروژې ۵۰ سلنه چارې ترسره شوې چې په بشپړېدو سره به یې د دغه کانال د اوبو اندازه په ثانیه کې له ۳،۲۵ متره مکعب څخه پنځه متره مکعب ته لوړه شي.


