Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
تېره اونۍ په امنیت شورا کې ځینو هېوادونو په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» د شتون په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو ا.ا رد کړه، ایران وویل چې د روان کال تر پایه به دوه میلیونه نور افغانان وباسي او په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو شپږمه ناسته وشوه.
تېره اونۍ د زمري ۲۴مې په مناسبت غونډه کې د ا.ا مشرتابه وویل چې نور دې وزیران او کابینه د سرپرست کلمه نه کاروي، افغانستان او قرغیزستان هوکړې لاسلیک کړې او یواېناېچسيار او یونیسف په افغانستان کې د بېځایه شوو ماشومانو د خوندیتوب لپاره هوکړه وکړه.
تېره اونۍ، په افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونه د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لاسلیک شوه، له پاکستانه د اسنادلرونکو افغان کډوالو پر ایستلو نیوکې وشوې او سیګار وویل چې د مرستو بندېدل د افغانستان بانک له ننګونو سره مخ کوي، خو ا.ا دغه څرګندونې رد کړې.
تېره اونۍ، د پاکستان، اوزبېکستان او برېتانیا چارواکي او د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې مشر کابل ته راغلي وو، ډېر شمېر کډوال له ایران او یو شمېر له تاجکستان او پاکستان څخه راوایستل شول او یوناما ادعا وکړه چې یو شمېر کډوال ځورول شوي، خو ا.ا رد کړه.
کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴): تېره اونۍ یواېناېچسيار له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو پر را ایستلو سخته نیوکه او په کابل کې د
تېره اونۍ روسیې ا.ا پر رسمیت وپېژاند، چین د دغه اقدام هرکلی وکړ، کابل له تهرانه وغوښتل چې له افغان کډوالو سره اسلامي چلند وکړي او ناروې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره نږدې یو میلیون امریکايي ډالر مرسته اعلان کړه.
تېره اونۍ، ا.ا د ترهګرو په خوندي ځای د افغانستان د بدلېدو ادعا رد کړه، له ایرانه د افغان کډوالو راوتو زور اخیستی و، د روږدو د درملنې او راستنېدونکو لپاره د مرستې غوښتنه وشوه او ناروې له افغانستان سره څه باندې څلور میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.
تېره اونۍ، قزاقستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه، روسیې وویل چې د ا.ا د رسميت پېژندلو په اړه به په مناسب وخت کې پرېکړه وکړي، م.م په افغانستان کې د درې سلنه امنیتي پېښو ډېرېدو ادعا وکړه، خو ا.ا رد کړه او اروپایي ټولنې وویل چې له افغانستان سره ۱۶۱ میلیونه یورو مرسته کوي.
تېره اونۍ، کابل او تاشکند د «ترجیحي سوداګرۍ» هوکړه وکړه، له مرستندویانو وغوښتل شول چې له بهره راستنېدونکو افغانانو ته د سرپناه جوړولو برخه کې مرستې وکړي او یوه روسي چارواکي په افغانستان کې د داعش فعالیت د ډېرېدو ادعا وکړه، خو اسلامي امارت رد کړه.
تېره اونۍ، د ترک دولتونو سازمان په افغانستان کې د ټولګډون حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه، ایران د څلور میلیون افغان کډوالو ایستلو ته ضربالاجل وټاکه، مسکو وویل، افغانستان کې «ترهګرې ډلې» ګواښ دي خو ا.ا وايي، هيڅوک دې له افغانستانه د خطر تشویش نه کوي.
تېره اونۍ، افغان چارواکو په روسیه، چین، ایران او ازبکستان کې په شپږو نړۍوالو ناستو کې برخه واخیسته، نړۍوال بانک په افغانستان کې د خپلو پاتې پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړه، د کړکېچ نړۍوالې ډلې د افغان کډوالو په زور ایستل او یواېناېچسيار په دې برخه کې د نړۍوالو مرستو کمښت اندېښمنوونکي وبلل.
د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې د یوې چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP