Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له‌ امله څلور کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان وو

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): تېره اونۍ، افغان چارواکو په روسیه، چین، ایران او ازبکستان کې په شپږو نړۍوالو ناستو کې برخه واخیسته، نړۍوال بانک په افغانستان کې د خپلو پاتې پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړه، د کړکېچ نړۍوالې ډلې د افغان کډوالو په زور ایستل او یواېن‌اېچ‌سي‌ار په دې برخه کې د نړۍوالو مرستو کمښت اندېښمنوونکي وبلل.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • افغان پلاوو روسیې، چین، ایران او اوزبېکستان ته سفرونه وکړل.
  • نړۍوال بانک په افغانستان کې د خپلو پاتې پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړه.
  • کابل ته له سفره یوه میاشت وروسته؛ د ا.ا تر حاکمیت لاندې افغانستان په اړه د خلیل‌زاد د مېرمنې څرګندونې
  • د کړکېچ نړۍواله ډله: اروپايي ټولنه دې پر پاکستان فشار راوړي څو افغان کډوال ونه باسي
  • چین له راستنېدونکو افغان کډوالو سره ۳۰ میلیون چیني ینه مرسته کوي
  • یواېن‌اېچ‌سي‌ار له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو پر ایستلو او د نړۍوالو مرستو پر کمښت اندېښنه ښودلې

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله څلور کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان وو.

ځايي چارواکي وايي، تېره اونۍ ناپېژانده کسانو په خوست کې «ریکشه چلوونکی» وژلی، ننګرهار کې یو ځوان وژل شوی، سرپل کې یو کس خپل پلار د چاقو په ګوزارونو وژلی او خپله خور یې ټپي کړې او دایکنډي کې د اوبو د نوبت پر سر شخړه کې یو کس خپل ورور وژلی او یو بل ورور او د هغه دوه زامن يې ټپيان کړي دي.

دغه راز، تېره اونۍ سمنګان کې د هاوان د یوې پخوانۍ مرمۍ چاودنې درې کسان ټپيان کړل.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

روسیې، چین، ایران او اوزبېکستان ته د افغان پلاوو سفرونه

تېره اونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ایران او بیا چين ته ولاړ.

متقي د ایران د بهرنيو چارو له وزیر سیدعباس عراقچي او د هغه هېواد له ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکيان سره د دوه‌اړخیزو اړیکو، امنیتي مسایلو، اوبو او کډوالو په اړه خبرې وکړې.

د راپورو له مخې، پزشکيان هم د دواړو هېوادونو پر نږدېوالي د ټينګار ترڅنګ افغان کډوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کېدو ډاډ ورکړی و.

دغه راز، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د «تهران خبرو اترو غونډه» کې ویلي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او افغانستان په تېرو ۴۰ کلونو کې د متوازن بهرني سیاست نشتوالي له امله د نړۍوالو قدرتونو د سیالیو قرباني و.

د راپورونو له مخې، مولوي اميرخان متقي د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزیرانو ګډه ناسته کې – چې په چین کې جوړه شوې وه ـ له افغانستان سره د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې بللې وې او هیله یې څرګنده کړې وه چې په راتلونکي کې په یادو برخو کې ښه پرمختګونه وشي.

چارواکي وايي، درېیو واړو لورو د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي او د ترانزیټ برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو برخو کې هم هوکړې وکړې.

دغه راز، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ‌یي له متقي سره په ځانګړې ليدنه کې ژمنه کړې چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او هڅه به کوي چې د کرنیزو محصولاتو او نورو افغاني وارداتو برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.

دغه راز، تېره اونۍ، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمدنعیم د اوزبېکستان په ترمذ ښار کې د «ترمذ خبرو اترو» لومړنۍ غونډه کې ګډون وکړ او هلته یې وویل چې افغانستان د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د طبیعي پٌل په توګه کار کوي او چمتو دی، په سیمه‌ییزو او نړۍوالو نوښتونو کې فعاله او رغنده برخه ولري.

هغه ویلي وو چې سیمه‌ییزه همکاري نه یوازې د ښکېلو هېوادونو د ګټې لپاره ښه ده، بلکې د نړۍوالې سولې او ثبات لپاره هم اړینه ده. د هغه په وینا، افغانستان غواړي چې په اقتصادي ادغام او سیمه‌ییز اتصال کې یو باوري ملګری پاتې شي.

دغه راز تېره اونۍ، د افغانستان د عدليې سرپرست وزیر مولوي عبدالحکيم شرعي د روسیې د سن پټرزبورګ نړۍوالې حقوقي مجمع په دیارلسمې ناسته کې ګډون وکړ؛ په دې ناسته کې د نړۍ د څه‌ باندې ۸۰ هېوادونو د عدلیې وزیرانو او قضايي چارواکو  ګډون درلود.

شرعي په دې ناسته کې په نړۍوالو قوانینو کې د اصلاحاتو له لارې د نړۍوال عدالت پر تامین ټینګار وکړ.

هغه ویلي وو چې د جرمونو کمېدل په نړۍواله کچه همغږۍ او پوهاوي ته اړتیا لري او که چېرې د مجازاتو ترڅنګ همغږي او پوهاوی هم و اوسي، جرمونه کمېدای شي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د اوزبېکستان د تاشکند ښار د ګډو ګټو د سیمه‌ییزو هېوادونو ۳۱مه غونډه کې ګډون وکړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست په یاده ناسته کې د ټکنالوجۍ برخه کې د افغانستان د اوسني وضعیت، د نوري فایبر او د همدغه کېبل له لارې د سیمه‌ییز اتصال په موخه د افغانستان له جغرافیې څخه د ډېټا ترانزیټ برخه کې د ګټې اخیستنې، د ډیجیټلي بنسټونو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د ترسره شوو خدماتو په اړه خبرې کړې وې.

دغه راز، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست ملا هدایت‌الله بدري په مشرۍ یو پلاوی ایران ته ولاړ.

د راپورونو له مخې، بدري د ایران د کاني موادو نړۍوال نندارتون کې ګډون وکړ او هلته یې له بېلابېلو ایراني چارواکو سره په ليدنو کې د کانونو برخو کې ګډو همکاريو، د تجربو شریکو ترڅنګ د هغه هېواد د خصوصي سکټور ګڼ شمېر شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول او یو شمېر ایراني پانګه‌والو هم د افغانستان د کاني زېرمو برخه کې پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.

دغه راز، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر مولوي مطیع‌الحق خالص په مشرۍ پلاوي د روسیې په سن‌پترزبورګ ښار د «نووسکي نړیوال چاپېریالي کانګرس» په نړۍواله غونډه کې ګډون وکړ.

د یادې ادارې مسوولین وايي، یاد پلاوي د کانګرس په علمي، تخنیکي بحثونو کې برخه لرله، د هېواد چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون د ننګونو او د دوامداره پراختیا په لور د روانو هڅو په اړه یې ګډونوالو ته معلومات وړاندې او له نړۍوالو ګډونوالو سره د تجربو د شریکولو او د ګډو همکاریو د پراخولو هوډ څرګند کړ.

کابل کې د نړۍوال بانک د څانګې پرانیستل کېدل

تېره اونۍ، د افغانستان مالیې وزارت وویل چې نړۍوال بانک چمتو شوی په افغانستان کې د خپلو پاتې پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي او په لومړي پړاو کې نږدې ۱۱ میلیون ډالره پور شرکتونو ته ورکړي.

په افغانستان کې د ۱۴۰۰ لمریز کال له تحول وروسته د ځینو نړۍوالو ادارو بنسټونو خپل فعالیت ودراوه، ځینې پروژې یې نیمګړې پاتې شوې او له ځینو شرکتونو پوروړي ولاړل.

سرچینه زیاتوي، د نړۍوال بانک له استازو سره د دوامداره اړیکو او خبرو په پایله کې، په لومړي سر کې نړۍوال بانک په کابل کي خپل دفتر پرانیست، یاد بانک به په لومړي پړاو کې ۱۰،۸‎ میلیونه ډالر په مستقیم ډول شرکتونو ته ورکړي او پاتې ۳۹،۱۱ میلیونه ډالر به په درېیو پړاوونو کې د ماليې وزارت له لارې ورکړي.

د خلیلزاد د مېرمنې څرګندونې

تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د امریکا د سولې پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد مېرمنې شرلي بنارد په یوې مقاله کې لیکلي چې پّ افغانستان کې د ښځو له فعالیته انکار د دغه هېواد ناسم انځور وړاندې کوي، څوک باید افغانستان ته د ستنېدو په اړه وېره ونه لري او که نړۍواله ټولنه غواړي چې له افغانانو سره مرسته وکړي، باید پر افغانستان بندیزونه کم کړي.

هغې ویلي چې دغه څرګندونې کابل ته له سفر وروسته کوي.

بنارد لیکلي: «نه اوس او نه هم زموږ د حضور په شل کلنه دوره کې چې دوامدار تاوتریخوالی، پراخ فساد او ټولنیز پرمختګونه پر ښاري نخبه‌ګانو پورې محدود و. اوسمهال له شپږم ټولګي پورته هیڅ دولتي زده‌کړې د نجونو لپاره نشته او دا پرته له شکه ناورین دی. البته خصوصي ښوونځي په ټولو سطحو کې د فعالیت اجازه لري او دا به احتمالا د راګرځېدو لپاره یو انتخاب وي.»

د خلیل‌زاد مېرمنې په افغانستان کې د امنیت او خوندیتوب په اړه ویلي، «د طالبانو د مخالفینو خوندیتوب» لکه حامد کرزی او عبدالله عبدالله د امنیت ښه بېلګه ده.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه بهر ځینو افغان ښځو د خلیلزاد د مېرمنې پر دغو څرګندونو نیوکې کړې دي.

افغان کډوال

تېره اونۍ، د کړکېچ نړۍوالې ډلې له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي څو د کډوالو اساسي حقونو ته درناوی وکړي او په زور یې ونه باسي.

سرچینې زیاته کړې چې اروپايي ټولنه باید په افغانستان کې خپل د مرستې پروګرامونه پراخ کړي څو له راستنو شوو او کوربه ټولنو ډېر ملاتړ ته زمینه برابره شي.

دغه راز، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یواېن‌اېچ‌سي‌ار) له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د پراخې ایستنې او ورسره هم‌مهاله، د نړۍوالو مرستو د سخت کمښت په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچ‌او) ویلي چې د روان زېږدیز کال د اپرېل له لومړۍ تر ۳۰مې نېټې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۲۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي چې ۱۰۷ زره یې په جبري توګه ایستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د چین سفیر له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ۱۶۰ کورونو جوړولو او له هغوی سره د ۳۰ میلیون ینه مرستې خبر ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.