کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د دوهاړخیزو اړیکو، امنیتي مسایلو، اوبو او کډوالو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نن په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محترم ډاکټر سید عباس عراقچي سره لیدلي دي.
متقي نن د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر کړی و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوهاړخیزو اړیکو، امنیتي مسایلو، اوبو او کډوالو پر موضوعاتو خبري کړي دي.
سرچینه زیاتوي، متقي د دواړو هېوادونو اړیکې مهمې بللې، او د بېلابېلو برخو د همکاریو د پراختیا په هدف یې د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړول یوه اړتیا ګڼلې ده.
متقي ویلي، اسلامي امارت ژمن دی چې خپلو مهاجرو هېوادوالو ته د بېرته راستانه کېدو او بیا مېشتېدو زمینه برابره کړي.
هغه له ایراني لوري غوښتي، چې د افغان کډوالو په بېرته راستنولو کې دې د “تدریج” اصل ته پام وشي، او همداراز یې د افغان محبوسینو د انتقال او د هغوی لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټي همکاریو پراخېدل یاد کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید په خپلو دوهاړخیزو اړیکو کې یو نوی او پرمختللی پړاو پیل کړي.
نوموړي ویلي، چې د افغان کډوالو بېرته ستنول باید “تدریجي او باعزته” وي، او په ایران کې یې د افغان کډوالو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو ژمنه تکرار کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP