کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴): تېره اونۍ، کابل او تاشکند د «ترجیحي سوداګرۍ» هوکړه وکړه، له مرستندویانو وغوښتل شول چې له بهره راستنېدونکو افغانانو ته د سرپناه جوړولو برخه کې مرستې وکړي او یوه روسي چارواکي په افغانستان کې د داعش فعالیت د ډېرېدو ادعا وکړه، خو اسلامي امارت رد کړه.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- ا.ا: تاشکند کې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د ترجیحي سوداګرۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
- روسی چارواکی: افغانستان کې د داعش فعالیت ډېر شوی؛ فطرت: دغه اندېښنې بېځایه دي
- مولوي عبدالکبیر: مرستندویان دې له بهره راستنېدونکو افغانانو ته د سرپناه جوړولو برخه کې مرستې وکړي
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله درې کسان وژل شوي وو.
تېره اونۍ، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې د عملیاتو پر مهال د داعش دوه کسان وژل شوي دي.
دغه راز، تېره اونۍ ځايي چارواکو ویلي وو چې په کندهار ښار کې یوه روږدي خپله مېرمن وژلې ده.
وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
اوزبېکستان کې د پانګونې څلورم نړۍوال فورم
تېره اونۍ، د اوزبېکستان په تاشکند ښار کې د سلو هېوادونو د استازو په ګډون د پانګونې څلورم نړۍوال کنفرانس جوړ شو.
په دغه کنفرانس کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم ګډون وکړ.
د راپورونو له مخې، په یاد کنفرانس کې د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د افغانستان له سرپرست حکومت سره د رغنده خبرو اترو پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ ویلي، د اسلامي امارت د انزوا دوام د سیمې په ګټه نه دی او له کابل سره خبرې او تعامل ډېر اهمیت لري.
دغه راز، د یاد کنفرانس په څنډه کې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د «ترجیحي سوداګرۍ» هوکړه او ګډ کاري پلان لاسلیک شو.
دغه هوکړهلیک د تعرفو په راکمېدو، د سوداګریزو خنډونو په لرې کېدو، د دواړو هېوادونو بازارونو ته د توکو د لاسرسي په اسانتیا، او د دوه اړخیزې سوداګرۍ په ډېرېدو کې مرسته کوي.
ترجیحي سوداګري، هغه سوداګري ده چې دوه یا څو هېوادونه یو له بله سره د ځانګړو امتیازاتو یا اسانتیاوو پر بنسټ سوداګري کوي؛ یو هېواد بل ته د تعرفې (مالیاتو) یا وارداتو د محدودیتونو برخه کې زيات تخفیف یا اسانتیاوې ورکوي څو ترمنځ یې سوداګري ډېره او اقتصادي اړیکې یې پیاوړې شي.
د داعش په اړه د روسيې اندېښنې او د ا.ا غبرګون
تېره اونۍ، د روسیې د فدرالي امنیتي خدمت رییس الکساندر بورتنیکوف په مسکو کې ویلي وو چې په نړۍ کې د داعش په څېر ډلو فعالیتونه د لوېدیځ د پالیسیو له امله زیات شوي دي.
هغه زیاته کړې وه چې داعش په افغانستان کې هم خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.
خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت بیا په دې اړه اندېښنې بېځایه بللې ده. هغه ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه شنډ کړي.
افغان کډوال
تېره اونۍ، د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د بشري مرستو پر نه سیاسي کېدو ټينګار وکړ او له مرستندویو ادارو یې وغوښتل چې راستنېدونکو ته د سرپناوو په جوړولو کې مرسته او همکاري وکړي.
هغه د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي چې د کډوالو پر وړاندې له صبره کار واخلي.
د روان کال د اپرېل په لومړۍ نېټه له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د دویم پړاو له پیل سره هره ورځ سلګونه کورنۍ د تورخم او سپینبولدک له لارو هېواد ته راستنېږي او راستانه شوي افغانان د پاکستان د پولیسو له ناسم چلنده شکایت کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP