کابل د مسکو غونډې په تړاو وایي، د افغانستان په باب د سیمهییزو مثبتو میکانیزمونو هرکلی کوي، هیڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې پوځي تاسیسات جوړ کړي او د سیمې له نورو هېوادونو هم هیله لري چې خپله خاوره او فضا د افغانستان پر خلاف د نورو هېوادونو په واک کې ورنه کړي.