Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بلخ کې د پارا المپیک سیالیو مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۵۰ معلولینو ترمنځ د کرکټ، فوټسال، ویلچر باسکټبال او نورو لوبو سیالۍ ترسره شوې.
د خوست ولایت په مرکز کې د څه باندې ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک، ویالو او یوه کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې څلور زره معلولینو او د شهیدانو ورثهوو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي چې په ټول هېواد کې یې یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو حقوقو ورکولو لړۍ پيل کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ د راتلونکې مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه په کندهار کې د کرکټ شلاوریزه سیالۍ پیلېږي.
د شهیدانو او معولولینو چارو وزارت له لورې په هلمند او کاپیسا کې ۲۳۱ معلولینو ته ویلچیرونه ووېشل شول.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولین وایي چې په تېرو دوو کلونو کې یې د هېواد په کچه نږدې ۶۳۹ زره معلولین، کونډې او یتیمان ثبت کړي او تېر لمریز کال یې څه باندې ۱۳ میلیارده افغانۍ حقوق ورکړي دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې یې یتیمانو، معلولینو او کونډو ته د روان کال د لومړۍ او دویمې ربعې د حقوقو د ورکړې لړۍ پيل کړې ده.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولین وایي، له څلور مياشتني ځنډ وروسته يو ځل بيا په ټول هېواد کې د یتیمانو، معلولینو او کونډو د ثبت لړۍ پیل شوه.
په غزني کې افغانستان لپاره د سویډن کمېټې فزیکي بیارغونې مرکز مسوولین وايي، دغه مرکز ته د معلولینو مراجعې له ډېرېدو سره هغوی ته د مصنوعي لاسونو او پښو په جوړولو کې ۲۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د ملي دفاع وزارت وایي، د سردار محمدداوود خان په پوځي روغتون کې د څلوېښتکلنې جګړې د معلولینو او فلج شوو جنګیالیو پالنې او روزنې مرکز پرانیستل شو.
په کابل کې د اووه ولایتونو ۱۶۰ معلولو لوبغاړو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ملي ټيم لپاره ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP