ژبه

د سپین‌غر زون د معلولینو لوبډلې د زونونو په کچه د شل‌اوریزو لوبو اتلولي وګټله

کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۴): د سپین‌غر زون د معلولینو لوبډلې د هېواد په کچه د زونونو ترمنځ د شل‌اوریزو سیالیو اتلولي وګټله.

د زونونو په کچه د نجیب‌الله تره‌کي د معلولیت لرونکو وګړو ترمنځ ۱۳م پړاو شل‌اوریزې سیالۍ د روانې مې میاشتې په اوومه د خوست د رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وې او نن د سپین‌غر زون د معلولینو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د بند امیر، امو، سپین‌غر، مس عینک او د بوست زونونو د معلولینو لوبډلو ګډون کړی و چې د امو او سپین‌غر زونونو لوبډلو پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په دې سیالۍ کې د سپین‌غر د معلولینو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۳ منډې وکړې.

په مقابل کې ورکړل شوی هدف د امو زون لوبډلې پوره نه کړ او په شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ مندې وکړې او د ۱۷ منډو په توپیر یې د سپین‌غر زون لوبډلې ته لوبه وبایله.

د یادونې ده، د دغو سیالیو د غوره لوبغاړي جایزه د سپین‌غر زون لوبډلې لوبغاړي اجمل ته ورکړل شوه چې په څلورو لوبو کې یې ۶ وېکټې ترلاسه او ۱۲۳ منډې یې کړې وې.

ورته موضوع