منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۰ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله پاکستان ته ولاړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴۹ کتنې

کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د معلولینو کرکټ ملي لوبډله له پاکستان سره د سیالیو ترسره کولو په موخه نن دغه هېواد ته روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان ویلچر معلولینو کرکټ ملي لوبډله نن د سپټمبر ۲۷مه د یو لړ سیالیو ترسره کولو په موخه پاکستان هېواد ته روانه شوه.

سرچینې ویلي چې د ویلچر معلولینو افغان لوبډله به د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د معلولینو لوبډلې پر وړاندې څلور شل‌اوریزې لوبې ترسره کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه لوبې د سپټمبر په ۲۹مه پیلېږي او د اکټوبر تر دریېمې به دوام ولري.