Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د فاریاب د کرنې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د زعفرانو کښت له ډېرېدو خبر ورکوي خو وايي چې له ځینو ستونزو لکه د خپلو محصولاتو لپاره د مناسب بازار او د حکومت د ملاتړ له نشتوالي سره مخ دي.
د پکتيا مرستیال والي وايي، د ولايت په کچه رسنيو او خبريالانو ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ له هغوی سره د مالي او نورو ستونزو په حل کې هم همکاري کوي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، بشارالاسد وروسته له هغه له خپل هېواده وتلی چې د روسیې ملاتړ یې له لاسه ورکړ او امریکا باید په سوریه کې د روان وضعیت په څرنګوالي کې هيڅ رول ونه لوبوي.
د افغانستان لپاره د چین استازي وایي، هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او د دغه هېواد له سولې او بیارغونې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هند له لومړي وزیر نرندرا مودي سره کتنه کې ویلي، ایران د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د سولې او ارامۍ په ټینګښت کې مرسته وکړي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د کورش نړۍوال فدراسیون له رییس سره په لیدنه کې ویلي، نړۍوالې ورزشي ادارې دې له افغان لوبغاړو او اړوندو ادارو سره خپلې همکارۍ ډېرې کړي او د تجربو شریکولو ته لومړیتوب ورکړي.
د سمیره محمدي په نوم یوه مېرمن چې درې کاله مخکې یې کابل ښار کې یوازې د اووه زره افغانیو په لګښت د بولانيپخولو دوکان جوړ کړی و او هغه یې اوس په یوه رسټورانټ بدل کړی وايي، ډېر ژر به دغه شان یو بل رسټورانټ هم پرانیزي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي، بشري مرستهکوونکي وایي، له سېلابځپلو د ملاتړ او له هغو کورنیو چې په ازاده فضا او یا په موقتي سرپناوو کې ژوند کوي، د هغوی د خوندیتوب په موخه ډېرې بودجې ته اړتیا ده.
غور کې یو شمېر یتیمان ماشومان په داسې حال کې له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې مسوولین وايي، دغه ماشومانو لپاره یې د ښوونې او روزنې پروګرامونه پيل کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له استازي سره په لیدنه کې د وړو او منځنیو سوداګریو ملاتړ، د کار زمینې برابرولو او د صنعتي پارکونو ودې په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سرپرست په ترکیه کې د علماوو مشورتي غونډې ته په وینا کې له اسلامي نړۍ غوښتي چې فلسطین کې د جنایتونو پر وړاندې ګډ دریځ غوره او له فلسطینانو قاطع ملاتړ اعلان کړي.
د افغانستان د فوټبال او فوټسال ملي ټيمونو وروستۍ لاسته راوړنې په داسې حال کې ستایل کېږي چې د افغانستان د ورزش عمومي رییس د ورزشکارانو پر ملاتړ ټينګار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP