Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بلخ ولایت کې سینماګران وایي چې اقتصادي ستونزې یې د فعالیت پر وړاندې خنډ ګرځېدلي او له حکومته په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کوي.
سپینه ماڼۍ په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو دوېمې کالیزې ته په اشارې وايي، نوره اړتیا نه وه چې د «ترهګرو» پر وړاندې د مبارزې لپاره په افغانستان کې پوځیان حضور ولري.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي چارو مرستیال مهاجر فراهي وايي، اسلامي امارت د هغو رسنیو بشپړ ملاتړ کوي چې پر حقايقو ولاړې خپرونې کوي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان سږ کال جولای میاشت کې له ګاونډيو هېوادونو ۲۵ زره بېرته راستنېدونکو ته د خدماتو وړاندې کولو خبر ورکړی او وایي، د روان کال په ترڅ کې ۴۰ زره بېرته راستنېدونکو او داخلي بېځایه شوو سره د مرستو لپاره ۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.
تخار ولایت کې یو ځوان د ۵۰۰ زرو افغانیو پانګونې له لارې یو شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې، خو د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، په داسې شرایطو کې چې کاري زمینې کمې دي حکومت باید د وړو متشبثینو ملاتړ وکړي.
د افغانستان د ښځو او بشري حقوقو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي چې د قطر بهرنیو چارو د وزیر مرستیالې سره یې له افغان ښځو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وایي چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ په اړه یې د قزاقستان له استازو سره خبرې کړې دي.
. . .
د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) وایي، د ۲۰۲۳ – ۲۰۲۵ کلونو لپاره یې يو ستراتیژیک چوکاټ جوړ کړى چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د دغه سازمان لومړیتوبونه په ګوته کوي.
نن د غبرګولي ۲۴مه، د مور ملي ورځ په افغانستان کې په داسې حال رارسېږي چې په هېواد کې یو شمېر میندو د بېوزلۍ او تنګلاسۍ له امله د خپلو کورنیو د لګښتونو تامینولو لپاره درنو کارونو ته مخه کړې او له سختۍ او کړاوه ډک ژوند لري.
په کابل کې د جاپان سفیر وایي، دوی به په افغانستان کې پاتې کېږي او له دغه هېواده به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
په کندهار کې د اختر لمانځه پر مهال د اسلامي امارت مشر ته په يوه منسوب غږ کې ويل شوي چې کله يې هم موخه له افغانانو سره جګړه نه وه او نه هم بده اراده ورته لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP