د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر وايي، د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ولسمشر خبرې حقیقت نه لري او دا یوازې د افغانستان سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو لپاره هڅه ګڼل کېدای شي.