Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
غور کې ډاکټرانو او مسوولینو په دغه ولایت کې د اسکبیس جلدي ناروغۍ د پېښو ډېرېدو خبره کوي او له خلکو غواړي چې د پاکوالي په رعایتولو سره د دې ناروغۍ خپرېدو مخنیوی وکړي.
د لوی اختر په رارسېدو سره ډاکټران د کانګو ناروغۍ پېښو پر ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او سپارښتنه کوي چې د مخنیوي لپاره یې باید د څارویو حلالولو پر مهال له دستکش، ماسک، عینکو او اوږدو جامو استفاده وشي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان زېږدیز کال په تېرو پنځو میاشتو کې د هېواد په کچه ۲۰۳ کسان د کانګو پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې شپږ کسان مړه شوي دي.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست وايي، تېر کال په دغه ولایت کې نږدې ۱۸۰۰ کسان د نريرنځ پر ناروغۍ اخته شوي او د اووه ښځو په ګډون ۱۱ کسان يې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د تور او سپین زیړي نږدې ۲۶ زره پېښې ثبت شوې او دغه شمېرې د وړم کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښیي.
د لغمان پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ۸۰ زدهکوونکي پر سکبیس ساري ناروغۍ اخته شوي دي.
ډاکتران وایي، که څه هم چُره (فتق) ناروغي ډېره خطرناکه نه ده، خو پرته له عملیاتو یې درملنه ناشونې ده، که د بدن په کومه برخه کې درد احساسېږي او هلته غوټه لیدل، باید کېږي ژر ډاکتر ته مراجعه وشي.
د بامیان ځیني اوسېدونکي په دغه ولایت کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ خپرېدو ته اندېښمن دي او له مسوولینو غواړي چې د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.
ډاکتران په هېواد کې د سینه او بغل ناروغۍ د زیاتېدو خبره کوي او له خلکو غواړي چې له کوره د وتلو پر مهال ماسک وکاروي او ناروغان، په ځانګړې توګه پر دغې ناروغۍ اخته ماشومان دې ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته ورسوي.
د زابل د عامي روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې په یوه ورځ دوه سوه کسان تورې غاړې ته پر ورته ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دى.
د زابل په سیوري او دایچوپان ولسوالیو کې لسګونه لویان او ماشومان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
کابل(پژواک،۳ لېندۍ۱۴۰۰): د یوې غونډې ګډونوالو په کابل ښار کې لوړ پوړې ودانۍ او صنعتي پارکونه د چاپېریال د ککړتیا اصلي لاملونه وبلل او ویې
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP