ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په اتریش کې د ویانا د درې ورځنۍ ناستې له ترسره کېدو سره هممهاله، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ویلي، هغه کسان چې خپله طرحه او ولسي ملاتړ او له نړۍوال سیاسته درک نهلري او بیا هم د بهرني ملاتړ په تمه وي، هغوی پر ماتې محکوم دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي سره په لېدنه کې ویلي، ا.ا د دوحې درېیمې ناستې څرنګوالی څېړي او په هکله به یې خپل دریځ اعلان کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې روزا اوتونبایوا سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړې او د ملګرو ملتونو استازې د افغانستان د ثبات او مرستو پراخولو لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو د دریځ همغږيکولو پر ضرورت ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر سره لیدنه کې ویلي، سرپرست حکومت کابل کې د افغانستان په چارو کې د سیمې هېوادونو استازو ناستې کوربهتوب ته چمتو دی.
قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس وايي چې د حکومت او د نړۍ هېوادونو د پلاو ترمنځ ناستې ضروري او رغنده دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن