مهاجر فراهي: مطبعې او ناشران مکلف دي د خپلو کتابونو لپاره د ایاېسبياېن شمېره ترلاسه کړي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د ناشرانو، کتابپلورونکو او د مطبعو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه کې ویلي چې ټولې مطبعې او ناشران مکلف دي د خپلو کتابونو لپاره د ایاېسبياېن شمېره ترلاسه کړي او له مسوولینو یې غوښتي چې د کتابونو برابرولو او پېرلو قراردادونه له کورنیو ناشرانو سره ترسره کړي.


