Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۴): کابل کې د ناز رحیمي په نوم یوه نجلۍ له انلاین زدهکړو په استفادې او پرلهپسې هڅو سره توانېدلې چې
کابل ښار کې د اسرار پارسا په نوم یوه نجلۍ چې په دوه کلنۍ کې ګوزڼ وهلې او کیڼه پښه یې فلج ده، په لېوالتیا او قوي اراده د مصنوعي ځیرکتیا اړوند پر څو پروژو کار کوي او هیله لري څو د نوښتونو او ټکنالوجۍ برخې نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
د خوست سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې یوه نجلۍ چې نږدې درې لسیزې مخکې د «بدل» په نکاح ژمنه شوې وه، د امر بالمعروف ریاست د منځګړیتوب له لارې له جبري قیده خلاصه شوه او د خپل ژوند د انتخاب حق یې بېرته ترلاسه کړ.
چارواکي وایي، له پروانه تښتول شوې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ نږدې یونیم کال وروسته په پنجشېر ولایت کې موندل شوې او په تړاو یې یو سړی او د هغه مېرمن نیول شوي دي.
کابل کې د مسکا هوتک په نوم ۱۸ کلنه نجلۍ چې د نجونو ښوونځیو له شپږم د پورته ټولګیو زدهکړو له ځنډېدو وروسته یې د دیني علومو، انګليسي ژبې او کمپیوټر زدهکړو ته مخه کړې، هیلهمنه ده چې د ښوونځي دروازې به د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
د هرات د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په زندهجان ولسوالۍ کې یوه ۱۸ کلنه نجلۍ له ۱۰ کلونو کورني بنده ازاده شوې ده.
بدخشان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې په دغه ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ د زهري موادو په خوړلو خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود.
د دفاع وزارت د ژغورنې ټیم هلمند ولایت کې هغه څلور کلنه نجلۍ چې یوې ۷۰ متره څاه ته لوېدلې وه، ژغورلې ده.
نرګس هغه نجلۍ چې په یوه خصوصي ښوونځي کې صفاکاري کوي، له بېوزلۍ او فقر شکایت لري او وایي، پر څلور زره افغانۍ تنخوا په ډېرې سختۍ سره ژوند تېروي، له شتمنو کسانو غوښتنه کوي څو ورسره مرسته وکړي.
کابل کې د نرګس بدر په نوم یوه نجلۍ چې د انلاین کاروبار په پیلولو سره یې د زدهکړو محدودیتونه د ځان لپاره پر یوه فرصت بدل کړي؛ نه یوازې له اقتصادي پلوه ځانبسیاینې ته رسېدلې، بلکې یو شمېر نورو کسانو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.
د ښوونځي اووم ټولګی یې پای ته نه و رسولی، لا یې هم ماشومانه هیلې یې درلودې او د کتابونو پاڼو کې یې خپل کوچني او لوی خوبونه لټول، خو پخواني رواجونو یې کتابونه وتړل، قلم یې ترې واخیست، په داسې یوه حالت کې یې پرېښوده چې د انتخاب هيڅ حق یې نه درلود.
د نورستان سیمهییز مسؤولین وایي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ په سیند کې ډوبه شوې او ژوند یې بایللی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP