خلیلزاد: امریکا باید خپل پام د اوسني عصر مهمو ننګونو او ګواښونو ته واړوي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې سخته دوره تېره شوې او امریکا باید خپل پام او هڅې د اوسني عصر مهمو ګواښونو او ننګونو ته واړوي.


