Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د نورستان سیمهییرمسوولین وايي، د دغه ولایت د برګمتال ولسوالۍ اړوند په یوه ځنګل کې څلور ورځې مخکې اورلګېدنه رامنځته شوې چې لا هم دوام لري.
نورستان کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې سلو بسترونو ته د ملکي روغتون د ارتقاء ترڅنګ درې روغتیایي پروژې پرانیستل شوې او د یوې پروژې کار پیل شو.
سرپل او نورستان کې مسوولین وایي چې په دغو ولایتونو کې د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت د څه باندې ۸ کیلومتره سړکونو جوړولو او بیارغونې چارې پیل شوې دي.
پارون (پژواک، ۴وږی ۱۴۰۲): د نورستان ولایت یو شمېراوسېدونکي، معیاري روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وایي چې د ولایت په کچه
نورستان کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د کامدېش ولسوالۍ د یوه کلي ۱۳ کورونه چې یو تاریخي کور هم په کې شامل دی، سوځېدلي دي.
د نورستان سیمهییز مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې لخوا د دغه ولایت په کامدېش او برګمتال ولسوالیو کې له ۷ زرو ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
نورستان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د دوو کانالونو جوړولو چارې پیل شوې او سلګونو کسانو ته په کې د خوراکي توکو بدل کې د کار زمینه برابره شوه.
د نورستان مسوولینو له حکومته وغوښتل چې د دغه ولایت ځنګلونو ساتنې ته ځانګړنې پاملرنه وکړي او د بیا احیاء کولو لپاره يې لارې چارې ولټوي.
د نورستان یو شمېر اوسېدونکي او شپانه وایي چې ګڼ شمېر څاروي یې د طبق ناروغي خپرېدو له امله د تلف کېدو له ګواښ سره مخ دي او له حکومته یې په مخنیوي کې د مرستې غوښتنه کوي.
پکتیا کې د ۱۷،۵ میلیونه افغانیو په لګښت سربند جوړ شوی، په غزني او نورستان کې د شاوخوا شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پيل شوې.
ځایي چارواکي وایي، د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د اوبو رسونې یوې شبکې جوړولو چارې پيل او بلخوا بیا د بدخشان په شهربزرګ ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو لپاره شپږ ذخیرې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د نورستان ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د بارانونو دو سېلابونو راوتلو له امله خلکو ځاني او مالي زيانونه اوښتي او دغه راز کامدېش او برګمټال ته غځېدلى سړک هم تخریب او د ترافیکو په مخ تړل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP