ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او مالي زیانونه یې اړولي دي 

نورستان کې د سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او مالي زیانونه یې اړولي دي 

author avatar
6 Jul 2023 - 16:51
نورستان کې د سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او مالي زیانونه یې اړولي دي 
author avatar
6 Jul 2023 - 16:51

پارون (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د نورستان ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د بارانونو دو سېلابونو راوتلو له امله خلکو ځاني او مالي زيانونه اوښتي او دغه راز کامدېش او برګمټال ته غځېدلى سړک هم تخریب او د ترافیکو په مخ تړل شوی دی.

د نورستان طبيعي پېښو ته د رسېدنې ریيس مولوى قيام‌الدين جانبازپژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو دوو ورځو کې د ياد ولايت په کامدېش او وانت‌وايګل کې شديد اورښتونه شوي چې د لومړنيو راپورونو له مخې، له امله یې په وانټ وایګل ولسوالۍ کې درې کسان مړه شوي دي.

دي زیاتوي، د یادو سېلابونو په پايله کې د کامدېش ولسوالۍ د باغچې په سيمه کې د شرقي نورستان د دوو ولسواليو کامدېش او برګمټال سړک هم سخت ویجاړ او د ترافيکو پر مخ تړل شوى دى.

د وانټ‌وايګل ولسوالۍ يو قومي مشر مولوى عنايت‌الرحمن وايي، د يادې ولسوالۍ په بېلابېلو درو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله تر پنځه سوه پورې وزې او پسونه او ديارلس غواګانې سېلاب وړي او ګڼ نور څاروي د شديدې لوږې له امله د تلف کېدو له ګواښ سره مخ دي .

د هغه په وينا، د يادې ولسوالۍ مربوطاتو کې درې موټر، له پنځلس ډېرې ژرندې, درې برېښناکوټونه او  او سلګونه جريب کرنيزه ځمکه هم سېلاب وړي دي .

مولوي عنايت‌الرحمن وايي، په دې ولسوالۍ کې دوه موټرچلوونکي له خپلو موترو سره سېلاب وړي او مړه شوي دي. .

د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو امر حنيف افغان وايي، دوى ته تر اوسه د وانټ وايګل ولسوالۍ د سېلابونو جزئيات رسېدلي خو د کامدېش ولسوالۍ د کوټيا او کماريګل درو د سېلابونو جزئيات لا بشپړ نه دي.

د افغان په خبره، په يادو سېلابونو کې دوه کسان په وانټ وايګل او يو بل د کامدېش ولسوالۍ د کماريګل په سيمه کې سېلاب مړه کړي خو د ټپيانو دقيق ارقام نه لري.

نوموړی زیاتوي، د کرنيزو ځمکو ترڅنګ تر سلو پورې کوچني سربندونه او ويالې هم تخريب شوي او ژرندې او برېښنا کوټونه يې هم وړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې شل ورځې مخک هم د ياد ولايت په غربي دره کې سختو سېلابونو د مندول عمومي سړک تخريب کړی چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي .

Views: 36

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.