د فاریاب پوهنې ریاست د دغه ولایت ښوونځیو ته د نوو کتابونو، درسي بستو او خېمو د وېش بهیر له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، له دې چارې سره به په فاریاب کې د درسي کتابونو د کمښت ستونزه ۹۵ سلنه هواره شي.