د احصایې ملي اداره: تېره میاشت له هېواده د نږدې ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د روان کال په تېره مرغومي میاشت کې له هېواده د نږدې ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د نږدې ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.


