Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
نیمروز ولایت کې ځايي سرچینې د نږدې ۱۲ ټنه جامد او مایع نشهيي او ۳۲ ټنه تاریختېر خوراکي توکو او بېکیفیته درملو له سوځولو خبر ورکوي او وايي چې د نشهیي توکو د قاچاق په تړاو ۶۹ کسان هم نیول شوي دي.
په داسې حال کې چې په نیمروز کې وچکالیو کرنې ته سخت زیان اړولی، په وروستیو کې یو شمېر کروندګرو د اوبولګولو څاڅکي سیسټم ته په مخې کولو سره خپلې وچې ځمکې بیا راژوندۍ او پر شنو کروندو یې بدلې کړې دي.
نیمروز کې ځايي مسوولین وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د دغه ولایت له مرکز زرنج ښاره شاوخوا ۸۰ سلنه روږدي ټول او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي؛ بلخوا درملنه شوي کسان او شنونکي دغه پروګرام د امنیت راتلو او د ښار د ښکلا اصلي لامل او اغېزناک بولي.
د پژواک د هغه راپور له خپرېدو وروسته چې د نیمروز «بایناز» کلي کې روغتیايي خدمتونو ته سخت لاسرسی د یوه خور او ورور د معلولیت لامل شوی، د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رییس له یوه پلاوي سره له یادو معلولینو سره د مرستې لپاره دغه کلي ته سفر کړی دی.
نیمروز کې د ګلبشرې په نوم ۳۰ کلنه ښځه چې لا یې له زېږېدو پنځه میاشتې نه وې تېرې شوې، د دوو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ پای ته رسېدو په موخه یوه ۲۰ کلن هلک ته په نوم شوه. هغه اوس له نورو میندو او پلرونو غواړي چې هيڅکله دې د خپلو لوڼو له برخلیک سره دا ډول معامله نه کوي.
د نیمروز امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د «میټاډون» نږدې شپږ میلیونه ټابلېټونه کشف او ترلاسه شوي او د قضیې په تړاو یو کس نیول شوی دی.
د نیمروز امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت مرکز زرنج ښار ته نږدې د یوه سړي مړی موندل شوی دی.
«بایناز» د نیمروز د مرکز زرنج ښار یو لري پروت کلی دی؛ هغه ځای چې د ګوتو په شمېر څو کورنۍ ژوند په کې کوي. د دغه کلي اوسېدونکي لومړنیو، په ځانګړې توګه روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي برخه کې د ستونزو په اړه خبرې کوي.
په نیمروز کې د وچکالۍ په اړه د پژواک د یوه راپور له خپرېدو وروسته چې ځيني کورنۍ کډه کېدو ته اړې شوې وې، یوه خیرخواه کس د دغه ولایت د یوه کلي د اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو د ستونزې هواري په موخه څاه وکنله او خلک یې د اوبو راوړلو په موخه له دوه ساعته مزله خلاص کړل.
د مالیې وزارت وايي چې د نیمروز ګمرک اړوند د یاد ولایت د بندروالۍ لپاره د څه باندې ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو تمځای د جوړولو چارې پیل شوې.
ځینې سرچینې وايي، نیمروز د وچ او بیاباني اقلیم په درلودو سره تل د اوبو له کمښت سره مخ دی، خو د وروستیو دوو کلونو وچکالیو د دغه ولایت د مرکز او ځینو ولسوالیو کروندګر او مالداران سخت زیانمن کړي او ان د هغوی د بېځایه کېدو لامل شوي دي.
د نیمروز امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې درې غله وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP