Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
یوې ښځې په نیمروز ولایت کې د خیاطي یوې کارګاه په جوړولو سره لسګونو نجونو ته – چې ډېری یې له شپږم ټولګي پورته زدهکونکې وې- د دې حرفې د زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
نیمروز کې د تېلوټانکونو ځيني مالکان وایي، دغه ولایت کې د سړکونو غاړو تېلپلورونکو د دوی کاروبار زیانمن کړی او د خپلو تېلو پمپونو تړلو ته اړ شوي دي.
د نیمروز د کرنې، اوبو لګولو او مالدرۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو کچه د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه کم شوي دي.
نیمروز کې ځیني اوسېدونکي او موټرچلوونکي په داسې حال کې د بېکیفیته تېلو له شتونه شکایت لري چې مسوولین وایي، د روان کال په تېره غبرګولي میاشت کې یې نږدې ۱۲۵ زره لېتره بېکیفیته تیل بېرته ایران هېواد ته ګرځولي دي.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي له وچکالۍ او د اوبو له جدي کموالي شکایت کوي او وايي، ایران داسې مهال د حقابې دعوه لري چې د دغه ولایت ځیني خلک د وچکالۍ له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته بېوزلو خلکو ته د بشري مرستو وېش پروګرام پیلېدل د دې ترڅنګ چې له لوږې د بېوزلو کورنیو د ژغورلو لامل شوی، د نیمروز ځايي سرچینو په وینا، ورسره زرګونو کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت وايي، د نیمروز په مربوطاتو کې ایراني سرحدي ځواکونو د افغانستان په لور ډزې کړې چې له متقابل غبرګون سره مخ شوي او په نښته کې له دواړو خواوو یو یو کس وژل شوی او ګڼ ټپیان دي.
د نیمروز امنیې قوماندانۍ د دغه ولایت د کنګ ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د افغان او ایراني پولهساتو ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی دی.
زرنج (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۲): ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو ته د نجونو پر تګ له بندیز وروسته د هېواد په ځینو سیمو کې هغوی ته
زرنج (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۲): د نیمروز له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس وایي، د وروستیو سېلابونو له امله په دلارام ولسوالۍ کې له
د نیمروز ځیني اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د بشري مرستو د وېش بهیر شفاف نه دی؛ خو مسوولین دا موضوع ردوي او وايي، د مرستو د وېش بهیر شفاف او عادلانه دی.
کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): په نیمروز او کندوز ولایتونو کې د شاوخوا ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت یو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن