د اوبو او برېښنا وزارت له يوه ترکي شرکت سره په هرات کې له بادي سرچینو د برېښنا تولید د ظرفیت څېړنې هوکړه وکړه او د دغه شرکت مشر وویل، پلان لري په راتلونکي کې د کجکي بند کې ۵۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي.
د هرات ولایت یو شمېر مسګران د خپلو محصولاتو لپاره د بازار نشتوالي او د حکومت له خوا ترې د نه ملاټر له امله شکایت کوي او وايي، دغه لرغونی صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی او خلک هم مسي وسایلو ته چندان لېوالتیا نه لري.