هرات (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): په هرات کې یو شمېر متشبثو ښځو د دغه ولایت په مرمر مارکېټ کې د یوه نندارتون په جوړولو سره
په هرات کې د ځینو خصوصي پوهنتونونو مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د ژورنالیزم برخې محصلینو شمېر کم شوی او سږ کال دې برخې ته هیچا نوملیکنه نه ده کړې.
په هرات ولایت کې یو شمېر غالۍاوبدونکي خپلو تولیداتو ته د خرڅلاو بازار له نشتوالي اندېښمن دي او وايي، له څو میاشتو راهیسې د وطني غالیو د پلور کچه کمه شوې ده.
د روژې میاشتې له رارسېدو سره هممهاله په هرات کې یو شمېر بېوزلې کورنۍ د خراب اقتصادي وضعیت، د لومړنیو توکو بیو لوړېدو او بېکارۍ په اړه اندېښنه څرګندوي.
هرات (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): د هرات د چشت شریف ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیایي مرکزونو له کمښت او د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي او
د هرات ولايت د چشت شريف اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د معياري سړکونو له نشتوالي شکايت لري او د دغه ولايت له سیمهییزي ادارې غواړي چې دوی ته د اسانتياوو برابرولو برخه کې لاس په کار شي.
په هرات کې یو شمېر هټۍوال د کار له نشتوالي، د بازار له کمرنګه کېدو او له دوکانونو یې د لوړو مالیاتو له اخیستلو شکایت لري؛ خو د مستوفیت مسوولین وایي چې د ټاکل شوي معیار پر اساس مالیات ټولېږي.
د هرات ځایي سرچینې تاییدوي چې د ناپېژانده وسلهوالو کسانو په برید کې د دغه ولایت د اوبو رسولو اداري د رییس انجنیر محمدنادر کاکړ په ګډون درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په هرات کې یو شمېر ښيښهجوړوونکي وايي، ښیښهجوړونه چې په دغه ولایت کې یو پخوانی صنعت ګڼل کېږي، د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.
د هرات ځايي چارواکي تاییدوي چې د یو لړ عملیاتو په پایله کې د یوې ښځې په ګډون د داعش ډلې شپږ غړي وژل شوي دي.
په هرات ولایت کې د کلالۍ او سرامیکو کارخونو مسوولین له حکومته غواړي چې له دغه لرغوني هنر څخه ملاتړ وکړي.
په هرات ولایت کې د یو شمېر فرهنګیانو له خوا د ترکیې او سوریې له زلزلهځپلو سره د همدردۍ او همدلۍ تر عنوان لاندې درې ورځنی هنري نندارتون جوړ شو.