ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ښیښه‌جوړونې صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی

هرات کې د ښیښه‌جوړونې صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی

author avatar
6 Mar 2023 - 15:38
هرات کې د ښیښه‌جوړونې صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی
author avatar
6 Mar 2023 - 15:38

هرات ښار (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۱): په هرات کې یو شمېر ښيښه‌جوړوونکي وايي، ښیښه‌جوړونه چې په دغه ولایت کې یو پخوانی صنعت ګڼل کېږي، د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

که څه هم په هرات ولايت کې ډېری لاسي صنايع لکه مس‌ګري، شال‌اوبدنه، کلالي، سنۍ‌اوبدنه او نور پخواني او دوديز صنعتونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي؛ خو صنعتګر په دې برخه کې د حکومت د بې‌غورۍ په اړه هم اندېښمن دي.

غلام‌ سخي چې له ۴۰ کلونو راهیسې د ښيښې‌جوړولو په دودیز او پخواني صنعت کې پر کار بوخت دی، له پژواک سره د دغه صنعت د پیکه کېدو په اړه خبرې کړې وايي، دا ‌مهال په هرات کې د ښيښې جوړولو دوې بټۍ شته خو فعالیت یې کم دی.

هغه د ګرمې بټۍ ترڅنګ چې د تودوخې شدت یې د زغمولو نه دی، ناست دی او د‎ کاري شرایطو د خرابېدو په اړه خبرې کوي.

نوموړی وايي، په هرو ٣٥ یا ٤٠ ورځو کې يو ځل خپله کاري بټۍ ګرموي او د تولیداتو لپاره یې پېرېدونکي نشته.

هغه زياته کړه، دغه صنعت له پلرونو ورته په ميراث پاتې او په یاد ولايت کې د ښيښې جوړولو له يورازني صنعتګر سره کار کوي چې هغه هم د دوی خپلوان دى.

د هغه په خبره، په هرات ولایت کې د ښیښې‌جوړولو یو شمېر صنعتګر مړه شوي او ځینو نورو هم د دغه صنعت د پيکه کېدو له امله دغه کار ته شا کړې او نور کارونه یې پیل کړي دي.

غلام‌سخي د ښيښې‌جوړونې په بټۍ کې ګیلاسونه، کاسې، ‎د څښاک اوبو جګونه، پشقابونه، کوزې، ګلدانونه، سګرېټ‌دانۍ، قلم‌دانۍ او قندداني تولیدوي او د میناتورۍ له هنره په استفادې سره ورته ځانګړې ښکلا ورکوي.

بل‌خوا، د هرات ښار  اوسېدونکی عبدالقادر وايي، مخکې به خلکو له کورنيو ښيښه‌یي تولیداتو استفاده کوله، خو په دې وروستيو کې له بهرنيو او وارداتي تولیداتو ډېره ګټه اخلي.

هغه زیاته کړه: «بهرني تولیدات ارزانه دي او بله دا چې هرځای پیدا کېږي، له همدې امله ډېر خلک له بهرنیو تولیداتو ګټه اخلي.»

په ورته وخت کې، په هرات کې د تاریخې ابداتو کارپوه میرصدیق میر هم په دې باور دی چې یاد صنعت په هرات کې له اسلام څخه مخکې شتون درلود، خو د تیموریانو او غزنویانو په روښانه دوره کې لا وځلېد او له دغه ولایته نورو ځایونو ته هم وغځېد.

نوموړی وایي، د ښیښې‌جوړولو تولیدي کارخونې باید پراختیا ومومي او په ټوله معنا ترې ملاتړ وشي.

د تاریخي ابدو دغه کارپوه زیاتوي، هېواد ته د غېرمعیاري ښیښو واردول د یاد صنعت تولید او خرڅلاو ته زیان اړولی او باید مخه یې ونیول شي.

بل پلو، په هرات ولایت کې د تاریخي ابدو د ساتنې امر زلمی صفا وايي چې اسلامي امارت له یاد صنعته د ملاتړ په موخه د ښېښې جوړولو تولیدي کارخونه د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې تر چتر لاندې راوستې او یادې کارخونې ته سون‌توکي هم ورکوي.

نوموړی زیاتوي چې په هرات کې د ښېښې‌جوړولو دوه کارخونې شته چې یوه په خصوصي ډول او بله د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر چتر لاندې کار کوي.

هغه زیاته کړه، د اطلاعاتو او کلتور اداره له دغه لرغوني صنعت څخه ملاتړ کوي او په یاده برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه کوي.

په ورته مهال، د ښېښې تولیدوونکي وايي، تمه لري هغه څه چې یې په دومره سختیو تولید کړي وپلورل شي او له صنعت څخه یې ملاتړ وشي.

د یادونې ده، د هرات ولایت د ښېښې جوړولو بټیو د لاسي تولید شوو توکو ډېری پېرېدونکي بهرني ګرځندویان دي او د ښېښې جوړونکو په خبره، حکومت باید ورته بازار موندنه وکړي او یا یې هم ګرځندویانو ته د مرکز او ولایتونو په کچه نندارې ته وړاندې کړي.

Visits: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.