ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې له دوه زره ډېر کارګر ماشومان تخنیکي او حرفوي پروګرامونو ته جذب شوي

هرات کې له دوه زره ډېر کارګر ماشومان تخنیکي او حرفوي پروګرامونو ته جذب شوي

author avatar
8 May 2023 - 19:48
هرات کې له دوه زره ډېر کارګر ماشومان تخنیکي او حرفوي پروګرامونو ته جذب شوي
author avatar
8 May 2023 - 19:48

هرات (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۲): د بی‌وزلۍ او وزګارۍ په زیاتېدو سره د کارګر ماشومانو شتون یوه لویه ټولنیزه ستونزه ګرځېدلې؛ یوازې په هرات ولایت کې زرګونه کارګر ماشومان په ډېرو بدو شرایطو کې په سختو کارونو بوخت دي او له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.

د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست د دغه وضعیت په تاییدولو سره وايي، که څه هم په تېرو دوو کلونو کې کومه تازه سروې نه ده شوې، خو سره له هغه بیا هم د تېرو کلونو سروې ښيي چې په هرات کې له نهو زره ډېر کارګر ماشومان شته چې د ژوند وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

په دغه ولایت کې یو شمېر کارګر ماشومان پژواک خبري اژانس ته وايي، خپل ځان او خپلې کورنۍ ته د یوې نمړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره سخت کارونه کوي.

۹ کلن لطف‌‍الله یو له هغو ماشومانو دی چې خپلې شپږ کسیزې کورنۍ  ته د ډوډۍ  پيدا کولو لپاره په یوه بوجۍ کې د اوسپنې قوطي او پلاستیکي بوتلونه ټولوي.

هغه چې تر اوسه لا ماشوم دی، وايي چې پلار یې له یوې پښې فلج دی، ناچار دی د کورنۍ ورځني لګښتونه پوره کړي.

هغه زیاته کړه چې ښوونځي ته نه ځي او د دوى په سيمه (شیدايي)  کې ډېرى ماشومان هره ورځ د کثافاتو په ټولولو، بوټانو رنګولو، سوالګرۍ او د موټر برف‌پاکونو پر پلورلو بوخت دي؛ ځکه د خپلې کورنیو لګښتونه په یوازې پيدا کوي.

دوولس کلن سلیمان هم پر دې باور دی چې که چېرې د حکومت له خوا د کورنۍ ورځني لګښتونو په نظر کې نیولو سره ورته د زده‌کړو زمینه برابره شي، روښانه راتلونکې به ولري.

هغه وویل: «زموږ اقتصادي وضعیت ښه نه دی، شپږ اووه کاله کېږي چې د موټرو برف‌پاکونو خرڅولو له لارې د ورځې له سلو تر ۱۵۰ افغانۍ ګټم او هغه د کور د خرڅ لپاره مصرفوم، ښوونځي ته نه ځم، زه او ورور مې کار کوو، ورور مې د کور کرایه پیدا کوي او زه د کور ورځنی مصرف پيدا کوم.»

په ورته وخت کې، د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د کارګر ماشومانو د شمېر ډيريدو اصلي لاملونه بې‌وزلي او د کورنیو مالي ستونزې ګڼي.

د هرات ښار درېيمې ناحیې یوه اوسېدونکي غلام سخي اربابي پژواک ته وویل چې ماشومان د هېواد ملي پانګه ده، پر همدغه اساس حکومتونه مسوولیت لري چې له یادو ماشومانو ملاتړ وشي.

بل‌پلو، د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین پژواک خبري اژانس ته وایي، ډېری یاد کارګر ماشومان د ورځې خیرات ټولوي، یا له کوڅو، بازار، کثافت‌دانیو د زړو اوسپنو، پلاستیکي او اوسپنیزو بوتلونو او نورو توکو په راټولولو بوخت وي او په ځینو مواردو کې سخت کارونه هم کوي.

د هرات د کار او ټولنیزو چارو  رییس حافظ میرزامحمد ابو منصور وایي، په ښار کې ډېر دا ډول ماشومان بې سرپرست او یتیمان دي چې په وینا یې، د دې لپاره چې پر سختو کارونو بوخت نه شي، د دوی ادارې یې لپاره بېلابېل پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي.

د نوموړي په خبره، له تېر کال راهیسې تر اوسه څه باندي سل بې سرپرسته ماشومان یتیم‌خونو ته ورپېژندل شوي او دغه راز دوه زره او ۲۰۰ بې وزله ماشومان فني او حرفوي پروګرامونو ته جذب شوي دي.

ابو منصور دغه راز په تېر کال کې د ماشومانو د درملنې لپاره له یوې هوکړه‌لیکه خبره کوي او زیاتوي چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست د هڅو په پایله کې تر اوسه په شخصي او دولتي روغتونونو کې د څه باندې دوه زره او ۲۰ بې‌سرپرست او یتیم ماشومانو وړیا درملنه شوې ده.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په هرات ښار کې ډېری ماشومان د داخلي بې‌ځایه شوو کورنیو غړي دي چې په وروستیو کلونو کې د ناامنیو، وچکالۍ او بېکاریو له امله له بادغیس، فاریاب، هلمند، فراه او غور ولایتونو دغه ولایت ته راکډه شوي دي.

Visits: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.