تهران د هلمند اوبو کې حق غواړي، خو کابل وایي له هوکړې سره سم یې حق ورکړل شوی دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، که د هلمند سیند اوبو کې یې بشپړ حق ورنه کړل شي، نو له افغانستان سره به یې اړیکې زیانمنې شي، او کابل بیا وایي په دې اړه شویو هوکړو ته ژمن دی، خو وچکالي ده او چې سیند کې اوبه نه وي له کومه ځایه یې ورکړي.




