Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په کونړ او هلمند ولایتونو کې د شاوخوا ۲۷ میلیون افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.
هلمند کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون ۱۳ ولسوالیو کې د «لمپيسکین» ناروغۍ ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی هلمند ته تللی څو هلته له کروندګرو څخه اضافه شوي غنم وپېرې.
د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت څلورو ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې.
هلمند کې سیمهییزې سرچينې وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د کرکټ د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د انټرکلب ۵۰ اووریزې ګروپي سیالۍ پیل شوې.
سیمهییزې سرچینې وایي چې په هلمند او سرپل ولایتونو کې له څه باندې ۹۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
هلمند کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د «امام احمد ابن حبان بستي» روزنتون کې د سلو نجونو په ګډون درې سوه بېسرپرسته او یتیمو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایي، یونیسف د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې له لومړي تر درېیم ټولګي پورې د ښوونځیو له ۷۶۰۰۰ زدهکوونکو سره د قرطاسیې مرسته وکړه.
د هلمند د پوهني ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت یو شمېر ولسوالیو کې هیڅ ښوونځی نشته او په خبره یې چې د ښوونځیو او ښوونکو د کمښت له امله دغلته ۶۰ سلنه ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي.
د هلمند ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت مرافعه محکمې درېیو کسانو ته په عام محضر کې تعزيري سزا ورکړه.
هلمند ولایت کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین وايي، د محصلینو شمېر یې تر پنځوس سلنه کم شوی چې له امله یې خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولی او له حکومته غواړي چې مالیه ورته معاف کړي.
د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي، دغه ولایت کې د شیدو ورکوونکو غواګانو په ۷۳ فارمونو کې هره ورځ ۳۲ ټنه شيدي توليدېږي چې کندهار، نیمروز او فراه ولایتونو ته هم صادرېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن