د هلمند په ګرمسېر کې د يوه کس جسد موندل شوی
د هلمند ولایت مسوولین وايي، د دغه ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې، د يو کس چې ۱۷ ورځې مخکې ورک شوی و، وړمه ورځ جسد موندل شوی دی.
د هلمند ولایت مسوولین وايي، د دغه ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې، د يو کس چې ۱۷ ورځې مخکې ورک شوی و، وړمه ورځ جسد موندل شوی دی.
هلمند کې د کرنې مسوولین وايي چې په دغه ولايت کې د زعفرانو کرکیلې د ترویج لپاره هڅې چکوي.
د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې تېره ورځ يې د دغه ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د نشه يي توکو "اومانو" د توليد يوه کارخانه کشف کړې او له منځه وړې او په تړاو يې اته کسان نيولي دي.
تېرې شل کلنې جګړې په هلمند کې د يوې کورنۍ ټول نارينه اخيستي او د ۲۸ يتيمانو سرپرستي څلورو کونډو ته ورپاتې ده، اوس د بېوزلۍ په انتها کې ژوند کوي.
د هلمند د مارجې ولسوالۍ د «ښت» سیمې اړوند یوه کور کې د هاوان یوې زړې مرمۍ چاودنه کړې او کسان یې ټپیان کړي دي.
د سيلاب خیریه بنسټ له خوا نن د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې، د ۱۱۰ جوړو د واده مراسم په ډله ییزه توګه ترسره شول.
په هلمند کې خلک وايي، د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې ښوونځي نشته چې له امله یې د ماشومان لاسرسی زده کړو ته کم دی او شته ښوونځي هم مسلکي ښوونکي او کتابونه نه لري.
په هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ اړوند د کابل- هرات پر لويه لاره د ټرافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.
د هلمند چارواکي وايي چې د دغه ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې يو درې کلن ماشوم ژورې څا ته د لوېدو له امله مړ شوی دی.
د هلمند په مرکز او ولسواليو کې له ۱۸۰۰۰ بېوزلو کورنيو سره د نغدي مرستې لړۍ پيل شوه.
د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال وايي چې نورو ژبو ته په پوره درناوي، پښتانه وګړي، په ځانګړې توګه ځوانان بايد د پښتو ژبې د بډاينې لپاره کار وکړي.
هلمند کې حکومتي مسوولان وايي چې د دغه ولايت په ناوې ولسوالي کې د ټرافيکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هلمند ولایت مسوولین وايي، د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ د شین غزک په سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.
د پوهنې وزير هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې د دغه ولایت هغو ښوونځیو ته به ودانۍ جوړې کړي چې د جګړو پر مهال ویجاړ شوي او اړتیا ته په کتو به مسلکي ښوونکي وګوماري او نوي ښوونځي به رامنځته کړي.
هلمند کې د کرونا روغتون مسوولان وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې زياتې شوې دي.
د هلمند د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي چې د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) د دغه ولايت په مرکز کې اته زره اړو کورنيو د نغدي مرستې وېش پيل کړ.
د هلمند د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ډېرو سیمو کې د پولیو واکسین په سم ډول نه دی تطبیق شوی او ګڼ ماشومان واکسین شوي نه دي.
د هلمند چارواکي وايي چې په ياد ولايت کې په درېيو جلا ترافيکي پېښو کې يو کس مړ او لس نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې په ياد ولايت کې ټول کابو ۱۴۰ کلينيکونه او روغتونونه فعال او د راتلونکو درېيو مياشتو لپاره پوره اندازه درمل لري.
د هلمند مسوولین وايي چې د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د هلمند مسوولان وايي چې د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې يو ځوان په مرموز ډول وژل شوی او امنيتي ځواکونو پرون غرمه د ياد کس جسد موندلی.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د حاجي سردارولي په نوم يو کس چې د غواوو يو فارم لري، خپل محصولات په وړيا ډول پر بېوزلو خلکو وېشي.
د هلمند د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي که څه په دغه ولایت کې د ځینو موسسو له خوا مرستې کېږي، خو لا هم ۳۲زره کورنۍ بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د هلمند د مخابراتو رییس وايي چې په ياد ولايت کې د مخابراتي شبکو فعاليتونه ستونزې لري، خو دوی يې د ښه کېدو لپاره هڅې کوي.