Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له یوې نړۍوالې مؤسسې سره د ۹۷ میلیون افغانیو په ارزښت دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له څلورو موسسو سره یې د څهکم یونیم میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړي چې له مخې به یې کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له یوې بهرنۍ او پنځو کورنيو موسسو سره د نږدې څلور ميليون ډالرو په ارزښت، هوکړهلیکونه لاسلیک کړي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له درېیو موسسو سره یې د څه باندې ۶۳۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د زندانونو چارو د سمون له ادارې، د علومو اکاډمۍ، د کورنیو چارو له وزارت، اسلامي بانک، افغان ملي بانک او یوې موسسې سره د همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له دوو موسسو سره د څه باندې یو میلیون او ۴۴۷ زره ډالرو په ارزښت د دوو هوکړهلیکونو د لاسلیکولو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې له نهو ملي او نړۍوالو موسسو سره یې د نږدې اووه میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي چې له دوو موسسو سره یې د ۱۸۸ زره او ۷۶۶ امریکایي ډالرو په ارزښت دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
افغانستان له ترکمنستان سره د «ټاپي پروژې د کوربه هېواد تړون»، د هرات – سنوبر اوسپنې پټلۍ د عمل پلان او د «ټاپ» پروژې پلې کېدو او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ ترمینال د پراختیا هوکړهليکونه لاسلیک کړل.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له دوو موسسو سره د څه باندې ۴۹ میلیون او ۸۶۹ افغانیو په ارزښت د دوو هوکړهلیکونو له لاسلیکولو خبر ورکړی دی.
افغان پوسټ دولتي شرکت د بهرنیو چارو او پوهنې له وزارتونو او د احصایې او معلوماتو له ملي ادارې سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، له یوه خصوصي شرکت سره یې د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت په درېیو ولایتونو کې د اته مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP