Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کډوالو وزارت له څلورو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له څلورو بنسټونو سره د شاوخوا ۶۱۷ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

د کډوالو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې یاد هوکړه‌لیکونه له «اراده»، «کورداید»، «د بشري مرستو ټولنې» او «د افغانستان د راتلونکي پراختیا ټولنې» بنسټونو سره د ۶۱۶ زره او ۷۵۹ امریکايي ډالرو په ارزښت لاسلیک شول.

د خبرپاڼې په حواله، د لاسلیک شوو هوکړه‌لیکونو له مخې، دغه بنسټونه به یاده اندازه پيسې ننګرهار او خوست ولایتونو کې د نغدو مرستو وېش، د څښاک پاکو اوبو شبکې جوړولو، حرفوي زده‌کړو او خامو موادو د وېش په برخو کې ولګوي.

د کډوالو وزارت ویلي، له دغو مرستو به ۱۳۲۸ راستنېدونکې او ۵۰ بې‌ځایه شوې کورنۍ برخمنې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.