Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځایي سرچینې وایي چې د تېرې شپې سختې واورې له امله د غور – کابل او غور – هرات لویې لارې وتړل شوې.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت کې د تېلو له ټانکونو سره د کم واټن او د ایمني ټکو نه مراعتولو له امله لسګونه د تېلو هټۍ د ګومارل شوې کمېټې له لوري تړل شوې دي.
د ټولګټو وزارت وایي چې د سالنګ لویه لار د کوچنیو او لویو مسافروړونکو موټرو پر مخ پرانیستې ده خو د باروړونکو موټرو پر مخ موقتاً وتړل شوه.
د ټولګټو وزارت وايي چې د خلکو د ځان او مال ساتنې په موخه د سالنګونو لویه لار د ټولو لویو مسافروړونکو وسایطو لپاره د روان لمریز کال د مرغومي میاشتې تر څلورمې وتړل شوه.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د ارزو ټلویزیون د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو سره په ټکر کې کړنې ترسره کولې او د تړل کېدو پرېکړه یې د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره شوې ده.
د ټولګټو وزارت وایي، دا چې دغه وزارت د سالنګ لویې لارې د درېیو برخو رغولو پاتې چارې پیل کړې، له همدې امله یاده لار سر له نن څخه د باروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د پاکستان له خوا تورخم دروازه د ETA ویزهلرونکو افغانانو پرمخ وتړل شوه.
سیمهییز چارواکي وایي، د پروان ولایت غوربند دره کې د سېلابونو راوتلو له امله د پروان – بامیان لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
په بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د فیضاباد – تخار لویه لار د وسایطو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولین وایي چې د سالنګ لویه لار د واورې او بادونو له امله دترافیکو پر مخ وتړل شوه.
د اروزګان ـ کندهار لویه لار د ډېرې واورې ورېدو له امله د ترافیکو په مخ وتړل شوه.
د نورستان حکومتي مسوولین وايي، د نورستان – کونړ لویه لار د واورې ورېدو له امله یو ځل بیا د ترافیکو پرمخ وتړل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP