کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۳): د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، د ارزو ټلویزیون د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو سره په ټکر کې کړنې ترسره کولې او د تړل کېدو پرېکړه یې د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره شوې ده.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ارزو ټلویزیون د تړل کېدو پرېکړه، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، له رسنیو څخه ناسمې ګټې اخیستنې څخه مخنیوي او ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره شوې ده.
سرچینې لیکلي، د اسلامي ټولنې د پرمختګ لپاره اړینه ده چې رسنۍ د بیان ازادي او د اسلامي اخلاقو او اصولو په چوکاټ کې مخ ته ولاړې شي، ځینو کسانو د ارزو ټلویزیون له نوم څخه په ګټه اخیستنې د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو سره په ټکر کې کړنې ترسره کولې چې د ټولنې د اصلاح او سالمې لارې ته د راګرځېدو لپاره اړتیا وه چې یادې ستونزې په جدي ډول وڅېړل شي.
یاد وزارت لیکلي: «په دې اړه له اوږدې مودې راهیسې د څېړنو وروسته جوته شوه چې ځینو کسانو د آرزو ټلویزیون د نوم او تعمیر او یادې رسنۍ کې له خپل موقف څخه په ګټه اخیستنې ځیني غیر رسمي کسان ګومارلي وو ترڅو د هېواد څخه بهر تبعيدي رسنیو په مالي ملاتړ، د اسلامي او افغاني اصولو او دودونو خلاف مبتذل سریالونو او خپرونې دوبله کړي.»
خبرپاڼه زیاتوي، دا ټولو ته جوته ده چې د امر بالمعروف وزارت پرېکړې د ټولنې د خیر او اسلامي نظام د تقویت لپاره ترسره شوې دي او له ټولو رسنیو یې غوښتي چې د خپلو فعالیتونو پر مهال د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو، او ټولنیزو اخلاقو درناوی وکړي او د یوې سالمې او هوسا ټولنې د جوړولو لپاره خپله مثبته ونډه ترسره کړي.
یاد وزارت زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت د بیان ازادي او د اسلامي او افغاني اصولو په اډانه کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی، رسنۍ ازادې دي ترڅو د اسلامي اصولو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره په ازاده توګه خپلې چارې په ډاډه توګه مخ ته یوسي.
د یاد ټلویزیون مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې، د ارزو ټلویزیون د ۱۳۸۵ کال د تلې میاشتې په پیل کې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې جوړ او پرانیستل شو. دغه ټلویزیون بیا د ۱۳۸۸ کال د مرغومې میاشتې په پیل کې په کابل کې خپل دفتر پرانیست.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP