پټریویس: افغانستان کې د ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو او تجهیزاتو پاتې کېدل د اندېښنې وړ دي
سیګار وایي، د امریکا د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات او وسلې افغانستان کې پاتې دي او د دغه هېواد د مرکزي استخباراتو پخوانی مشر بیا د دغو وسلو او مهماتو پاتې کېدل د اندېښنې وړ بولي.


